ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د امام صاحب وروستيو نښتو درې زره کورنۍ بېځايه کړې دي

د کندوز د امام صاحب وروستيو نښتو درې زره کورنۍ بېځايه کړې دي

author avatar
13 Jun 2017 - 13:41
د کندوز د امام صاحب وروستيو نښتو درې زره کورنۍ بېځايه کړې دي
author avatar
13 Jun 2017 - 13:41

کندوز (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې له درې زره زياتې کورنۍ له خپلو سيمو بېځايه شوې او دغه راز ٥٠٠ کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه له يادو کورنيو سره د مرکزي او سيمه ييز حکومت له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه له حکومت وغوښتل، څو له بېځايه شوو کورنيو سره ژر تر ژر مرسته وکړي.

ولسوال دغه راز وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د وروستيو نښتو له امله له ٥٠٠ زيات کورونه ويجاړ او سوځول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز والي اسدالله عمرخېل څه موده وړاندې يادې ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې له دوى سره به ژر تر ژره مرستې وکړي.

دغه راز د کندوز ياد لوړپوړي سيمه ييز چارواکي ويلي، چې له وسله والو مخالفينو به د خلکو د وينې بدل اخلي.

دغه راز د يادې سيمې يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ هم وايي چې ټول پټي او کرنيزې ځمکې يې له منځه تللې او اوسمهال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

يوه بېځايه شوي کس رحيم الله پژواک ته وويل چې تر اوسه هيڅ کوم چارواکي هم د دوى د وضعيت پوښتنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه: "کورونه ړنګ، خلکو شهيدان ورکړل، ډېر خلک ټپيان شول، څاري مو د اوبو نه شتون له امله تلف شول او موږ ته اوس هيڅ ژوند نه دى پاتې، موږ لومړى له دولت امنيت او بيا مرسته غواړو."

د کندوز ولايتي شورا وکيل يوسف ايوبي هم د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو د زيانمنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "دغو خلکو هر څه پرېښي او له خپلو سيمو راتښتېدلي او د  ډېرو خلکو کورونه سوځېدلي دي."

د بېځايه شوو کورنيو د ستونزو په اړه مو د کندوز د کډوالو او راستنولو چارو رياست چارواکو د نظر اخيستو هڅه هم وکړه، خو له ډېرو اړيکو سربېره يې بيا هم ټيليفون ته ځواب ورنکړ.

د امام صاحب ولسوالۍ د کندوز ښار په شمال کې پرته ده، چې له تاجکستان هېواد سره ٧٠ کيلومټره ګډه پوله لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.