ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د بشري قوا عالي شورا رامنځته کوو

ولسمشر غني: د بشري قوا عالي شورا رامنځته کوو

author avatar
13 Jun 2017 - 14:56
ولسمشر غني: د بشري قوا عالي شورا رامنځته کوو
author avatar
13 Jun 2017 - 14:56

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): ولسمشر غني وايي چې ډېر ژر د بشري قوا عالي شورا رامنځته کېږي، څو د هغه په چوکاټ کې د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه بحثونه وشي او د لوړو زده کړو او ښوونځیو نصاب به په بنیادي توګه بدلون ومومي.

له ارګه د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې د خپلو مشورتي کتنو په لړ کې د کابل د پوهنتونونو له ريیسانو، استادانو او محصلینو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، پوهاند عصمت الله عثماني او پوهنیار جاوېد صدیقي د کابل د پوهنتونونو د استادانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد د وروستيو پېښو په تړاو یې خواشیني څرګنده کړه.

یادو ویناوالو د بهرني سیاست، د فساد پر ضد مبارزې، د لوړو زده کړو د ښه والي، د زېربنایي پروژو تطبیق، له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو مدیریت او ترانزیټي اړیکو ټینګښت په برخو کې د حکومت لاسته راوړنې وستایلې او د حکومت له برنامو یې ملاتړ وکړ.

د پوهنتون استادانو وویل، هېواد د بدلون په حالت کې دی او طبيعي ده چې په داسې حالاتو کې لوړې او ژورې تجربه کوي او خلک باید نهیلې نشي، په بدلون کې تل غبرګونونه وي او اوسنی بدلون ته اړتیا لري. د ټولنې اکاډمیک قشر د دولت تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ یې کوي. هغوی له اوسني وضعیته د وتلو لپاره د ملي بحث وړاندیز کوي.

ورپسې شهناز حسني طنین او قدرت الله د کابل پوهنتونونو د محصلینو په استازیتوب د ځوانانو د رسالت په اړه خبرې وکړې او له ولسمشر څخه یې ځوانانو ته د درناوي او مشورو له امله مننه وکړه.

هغوى دې ته په اشارې چې اوسنۍ وضعه د هېچا په ګټه نه ده زیاته کړه، ځوانان باید د هېواد شرایط درک کړي او د هغو کسانو په وړاندې چې غواړي له ځوان ځواک څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده وکړي ودرېږي، ځکه بریا او یووالی په قوت کې نغښتی دی.

دغو محصلينو وويل، حکومت نه شي کولی چې په یواځې توګه له ټولو ننګونو او ستونزو سره مقابله وکړي او اړتیا ده ټول هېوادوال په تېره ځوانان، د اصلاحاتو او د سولې او ثبات په تأمین کې له حکومت سره هر اړخیزه همکاري وکړي. محصلینو وویل، ځوانان باید خپلې غوښتنې د نظام شرایطو او توان ته په پام مطرح کړي.

ولسمشر غني هغوى ته په خطاب کې وويل: ((ستاسو خبرې موږ ته دا ډاډ راکوي چې په سم لوري روان یو، تاسې افغانستان جوړوئ او ثبات او هوساینې ته یې رسوئ چې له دې ژمنې سره افغانستان د دښمنانو د غوښتنو پر خلاف خپل تحول او موخې ته رسېږي.))

هغه څرګنده کړه، په کابل کې د وروسیتو پېښو موخه د کابل پروسې کنفرانس نه جوړېدل و، هغه کنفرانس چې د ملي ادارې تمثیل و او په وروستېو ۱۶ کلونو کې دا لومړی ځل وو چې دغه کنفرانس د افغانستان دولت او د خلکو له خوا مدیریت کېده.

ولسمشر غني وايي: ((د " کابل پروسې" کنفرانس نړیوال پیوستون جلب کړ او د نړۍ ټولو هېوادونو د افغانستان د دښمنانو بریدونه وغندل او زموږ د خلکو زړورتیا او زغم یې وستایه. هغه زیاته کړه، دښمنان غواړي د هېواد پیوستون، اجماع او ثبات له خطر سره مخ کړي چې باید هغوی ته د دغه کار اجازه ورنکړو.))

هغه ټینګار وکړ اوسنۍ جګړه د ټولنې پر وړاندې د خلکو د مورال کمزوري کولو، نفاق اچونې، د بنسټ جوړولو، د ملي ګټو، اساسي قانون او د نوي ځوان نسل، ښځو او د افغانستان د ملت پر ضد سراسري جګړه ده؛ ځکه دښمن د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.