د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ مدني فعالان په دغه ولایت کې ناقانونیو اندېښمن کړي

د بلخ مدني فعالان په دغه ولایت کې ناقانونیو اندېښمن کړي

Jun 14, 2017 - 16:54

مزارشريف (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، له تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټرو د ترهګرو په لېږد رالېږد کې ګټه اخيستل کېږي چې دغه ډول موټر په دغه ولايت کې هم ډېر دي.

دوی همداراز په مزارشريف کې د قمارخانو او فحشاوو د مرکزونو پر جوړېدو اندېښنه وښوده.

د بلخ امنيتي مسوولينو په يادو برخو کې د شته ستونزو پخلی وکړ، خو تر څنګ يې د جدي کړنو د ترسره کېدو يادونه هم وکړه.

د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر استاد حميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټرو په امنيتي برخه کې ستونزې پيدا کړې دي.

نوموړي زياته کړه، ډېری وخت په ترهګريزو بريدونو او د يادو بريدونو د تر سره کوونکو په لېږد رالېږد کې له همداسې موټرو څخه کار اخيستل کېږي.

هغه د شاهين قول اردو پېښې ته په اشارې سره وويل، بريدګر يې د جعلي اسنادو لرونکو موټرو په مرسته د مزارشريف ښار او بيا تر قول اردو رسېدلي وو.

صفوت بلخ هم يو له هغو ولايتونو څخه وګاڼه چې د تورو ښيښو لرونکي بې اسناده موټر په کې ډېر دي.

نوموړي چې د خپلو سترګو ليدلی حال يې څرګنداوه، وويل: ((په تېر ژمي کې د بلخ له امنيه قومندان سره په ګډه تر نيم ساعته پورې د تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټر د ودرولو په موخه سړک ته ودرېدو، په دغه موده کې ۱۶ همداسې موټر تېر شول، چې موږ يې يواځې د دوو په درولو وتوانېدو.))

د هغه په وينا، په داسې حال کې چې امنيه قوماندان ولاړ و، پوليسو د تورو ښيښو والا موټر نه شو درولی.

بلخوا نوموړي په مزارشريف ښار د قمارخانو او فحشا مرکزونو په اړه اندېښنه وښوده.

حميد صفوت بلخ په تاريخي لحاظ اسلامي، علمي او مرکزي سيمه وبلله چې د ورته چارو له امله يې حيثيت ته صدمه رسېدلی شي.

هغه له امنيتي ځواکونو هيله وکړه چې په مزارشريف ښار د ورته حرکتونو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.

مدني فعال سيدمحمد يزدان پرست بيا په ښار کې د قمارخانو جوړېدو لامل د غير مسوولو وسله والو شتون وباله.

د هغه په خبره، د مزارشريف ښار سوېل لور ته جوړه شوې قمارخانه په غير مسوولو وسله والو پورې تړاو لري چې بايد امنيتي مسوولين يې مخه ونيسي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټرو په تړاو وويل، دوی په جدي توګه د دغه ډول موټرو په ګرځېدو بنديز لګولی دی.

نوموړي زياته کړه، په دې برخه کې ډېر جدي دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له قانون څخه ځان لوړ وګڼي.

هغه همداراز د قمارخانو په تړاو وويل، دوی يې پر وړاندې په حرکت کې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل کړي.

نوموړي زياته کړه، په دې ټولو برخو کې له دوی سره د عامو خلکو او په ځانګړې توګه د مدني ټولنو همغږي او مرسته شرط ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan