جلال اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): د نورستان په مرکز پارون کې د ۶۵۰ متره په اوږدوالي د يو کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د غبرګولي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کانال د کرنې رياست د ولايتي بوديجې له لارې د ۶،۸ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کېږي.
هغه زياته کړه چې له ياد کانال څخه به د مرکز پارون د ماندې کلي يونيم سل جريبه ځمکه خړوبه شي. ده وويل چې د ياد کانال چارې به په شپږو کاري مياشتو کې ترسره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سيد الغياث وايي، دغه کانال به وکولی شي چې د نورستان او په ځانګړې توګه د مرکز پارون کرنیز حاصلات لوړ کړي.
ده وويل چې کانال تر رغېدو وروسته په دغه ولايت کې د زراعتي سکتور د پراختيا لپاره نور پلانونه هم لري چې ورو ورو به پلي شي.
د سيمې يو قومي مشر مولوي عنایت الله د ياد کانال د چارو په پيل خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې ولايتي اداره دې د کانال د چارو سمه څارنه وکړي.
هغه پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې نورستان کې دې د بيارغونې لپاره نورې پروژې هم پلې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن