مزارشريف (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، له تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټرو د ترهګرو په لېږد رالېږد کې ګټه اخيستل کېږي چې دغه ډول موټر په دغه ولايت کې هم ډېر دي.
دوی همداراز په مزارشريف کې د قمارخانو او فحشاوو د مرکزونو پر جوړېدو اندېښنه وښوده.
د بلخ امنيتي مسوولينو په يادو برخو کې د شته ستونزو پخلی وکړ، خو تر څنګ يې د جدي کړنو د ترسره کېدو يادونه هم وکړه.
د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر استاد حميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټرو په امنيتي برخه کې ستونزې پيدا کړې دي.
نوموړي زياته کړه، ډېری وخت په ترهګريزو بريدونو او د يادو بريدونو د تر سره کوونکو په لېږد رالېږد کې له همداسې موټرو څخه کار اخيستل کېږي.
هغه د شاهين قول اردو پېښې ته په اشارې سره وويل، بريدګر يې د جعلي اسنادو لرونکو موټرو په مرسته د مزارشريف ښار او بيا تر قول اردو رسېدلي وو.
صفوت بلخ هم يو له هغو ولايتونو څخه وګاڼه چې د تورو ښيښو لرونکي بې اسناده موټر په کې ډېر دي.
نوموړي چې د خپلو سترګو ليدلی حال يې څرګنداوه، وويل: ((په تېر ژمي کې د بلخ له امنيه قومندان سره په ګډه تر نيم ساعته پورې د تورو ښيښو لرونکو بې اسنادو موټر د ودرولو په موخه سړک ته ودرېدو، په دغه موده کې ۱۶ همداسې موټر تېر شول، چې موږ يې يواځې د دوو په درولو وتوانېدو.))
د هغه په وينا، په داسې حال کې چې امنيه قوماندان ولاړ و، پوليسو د تورو ښيښو والا موټر نه شو درولی.
بلخوا نوموړي په مزارشريف ښار د قمارخانو او فحشا مرکزونو په اړه اندېښنه وښوده.
حميد صفوت بلخ په تاريخي لحاظ اسلامي، علمي او مرکزي سيمه وبلله چې د ورته چارو له امله يې حيثيت ته صدمه رسېدلی شي.
هغه له امنيتي ځواکونو هيله وکړه چې په مزارشريف ښار د ورته حرکتونو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن