ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د پکـتيا ځينو ښوونځيو کې د څو مضمونونو په تدريس بنديز لګولی”

“طالبانو د پکـتيا ځينو ښوونځيو کې د څو مضمونونو په تدريس بنديز لګولی”

author avatar
15 Jun 2017 - 17:16
“طالبانو د پکـتيا ځينو ښوونځيو کې د څو مضمونونو په تدريس بنديز لګولی”
author avatar
15 Jun 2017 - 17:16

ګردېز (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا ځينې غړي او د دې ولايت اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو د پکـتيا د ځينو سيمو په ښوونځيو کې د څو مضمونونو په تدريس بنديز لګولی دی.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدالرحمن قادري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بنديز د زرمت، جان خېلو او احمدخېلو ولسواليو په ځينو سيمو کې لګېدلى دى.

نوموړى دا چاره اندېښمنوونکې بولي او زياتوي، که افغان ماشومان له خپل هېواد، کلتور، تاريخ، ملي ارزښتونو او نواميسو ناخبره پاتې شي، نو په راتلونکي کې به يې نه يواځې هېواد او خلکو ته ګټه ونه رسيږي، بلکې برعکـس په اسانۍ د خپلو ارزښتونو خلاف ودرېدی شي.

د ده په خبره، که مسوولې ادارې د دې حالت د بدلون او سمون لپاره جدي ګامونه وانخلي، نو د زده کوونکو افکار ناسم روزل کـېدی او راتلونکی يې له ګـواښ سره مخ کـېدی شي.

هغه وايي: ((هغه مضامين بند دي، چې هغه دوی په هېوادنۍ مينه روزي او سمبالوي؛ دا زموږ ګاونډي هېوادونه بندوي، څو زموږ ماشومان له خپلې وطنۍ مينې او ملي روحيې لرې وساتي او د خپل هېواد دښمنان ترې جوړ کـړي.))

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي، وسله والو طالبانو نه يواځې د يادو مضمونونو تدريس بند کـړی، بلکې پر ځای يې خپل کوم مضمون ورته تدريسوي او د هېواد او افغان دولت پر ضد روحيه يې روزي.

د پکـتيا د پوهنې رييس کـوچی ځاځی بيا وايي چې دوی په هره ولسوالۍ کې د پوهنې آمران او څارونکي لري او تر اوسه له داسې کومې پېښې سره نه دي مخ شوي، چې وسله والو دې د کوم مضمون تدريس بند کړی وي.

سره له دې چې د پکـتيا په ځينو سيمو او ولسواليو کې ډېره سيمه د وسله والو تر کنټرول لاندې ده او هلته ورتګ هم ستونزمن دی، خو ځاځی وايي چې ټول ښوونځي يې تر حاکميت او کنټرول لاندې دي او تعليمي چارې د پوهنې وزارت له نصاب سره سمې پر مخ ځي.

دی زياتوي:((په دې اخرو وختونو کې اورېدل کېږي چې د حب الوطن "هېوادپالنه" مضمون او "فرهنګ" مضمون باندې د طالبانو له خوا بنديز لګېدلى دی، خو زه چې له مرکز او ولسواليو څخه معلومات لرم، تر اوسه په رسمي ډول له داسې کومې پېښې سره نه يو مخ شوي.))

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مني چې د يادو دوو مضمونونو تدريس يې بند کـړی او وايي، په يادو مضمونونو کې له ځينو موضوعاتو سره اختلاف لري.

ده وويل چې په "هېوادپالنه" کې د امنيتي ځواکونو مثبت اړخونه را اخيستل شوي او ستاينه يې شوې او په "فرهنګ" مضمون کې د اتڼ موضوع سمه نه ده، نو له همدې امله يې د خپلې تر واک لاندې سيمو کې يې د دې مضامينو تدريس بند کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.