جلال اباد ( پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : د سپين غر زون فوټبال غوره لوبغاړو د ټاکلو لپاره ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سپین غر زون د ۲۶ کسيزې لوبډلې د ټاکلو په موخه د دې زون د پنخو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ننګرهار الف لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې په دې سیالیو کې د ننګرهار الف،ننګرهار ب،لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو لوبډلې برخه لري.
خوږياڼى وايي، چې د خپل منځي سیالیو له ترسره کېدو وروسته به په ليګ برتر سیالیو کې د ګډون په موخه ترې ۲۶ لوبغاړي غوره شي .
د هغه په وينا، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې ننګرهار الف لوبدلې د یو صفر پر وړاندې ننګرهار بي لوبډلې ته ماتې ورکړه .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن