ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيه قوماندان : ډېر ژر به توره بوړه له داعش څخه پاکه شي

د ننګرهار امنيه قوماندان : ډېر ژر به توره بوړه له داعش څخه پاکه شي

author avatar
16 Jun 2017 - 14:07
د ننګرهار امنيه قوماندان : ډېر ژر به توره بوړه له داعش څخه پاکه شي
author avatar
16 Jun 2017 - 14:07

جلال اباد (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان وايي، چې ډېر ژر به د تورې بوړې ترڅنګ د پچیراګام ولسوالۍ نورې سيمې هم دداعش له شتون څخه پاکې کړي .

د ننګرهار ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت مشرقيوال د غبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنیه قوماندان په چپرهار ولسوالۍ کې تر عملیاتو بشپړیدو وروسته د پچیراګام ولسونو څخه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه .

هغه زياته کړه، چې د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،تېره ورځ یې په چپرهار ولسوالۍ کې د عملیاتو د بشپړېدو وروسته لومړی په یاده ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د مېړانې او سرښندنو ستاینه وکړه،وروسته یې پچیراګام ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو ترڅنګ له مخورو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړې .

نوموړي پچیراګام ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د مسؤلینو سره د ناستې پر مهال ډاډ ورکړ، چې داعش او نور تروریستان نشي کولای،چې د افغان وسله وال ځواک سره مخامخ جګړه وکړي .

امنيه قوماندان زياته کړې، ترهګرو د اسلامیت او بشریت ضد کړنو په ترسره کولو سره د ولسونو په منځ کې وېره خپره کړې،خو د دوی امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي،چې هیڅکله به هم داعش او نور مخالفین خپلو ناوړو موخو رسېدو ته پرې نږدي.

په ياده سيمه کې د ملي اردو څلورمې پلې لېوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین،د لومړۍ نمبر سرحدي لوا درستیزوال، د اتم سرحدي کنډک قوماندان،پچیراګام ولسوال او یو شمیر نورو مسؤلینو ننګرهار امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ، چې ځواکونه یې په پوره همغږۍ او لوړ مرال سره محاربوي احضارت او جګړه ییز چمتوالی لري.

دوی زیاته کړه، د ولسونو د همکارۍ په ترڅ کې به ډیر ژر پچیراګام ولسوالۍ هم په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاکه کړي .
په همدې حال کې ننګرهار امنیه قوماندان په پچیراګام ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د مخورو سره د غوندې پر مهال له دوی وغوښتل،چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي منسوبینو لا زیات ملاتړ او له دوی سره همکاري وکړي.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی سرتېرو په لوړ مرال سره د داعش د لمنځه وړلو په موخه په پچیراګام ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي او ډیر ژر به د تورې بوړې په ګډون ټولې سیمې د دوی له شتون څخه پاکې کړي .

ننګرهار امنیه قوماندان همدا راز د پچیراګام ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه،چې په اړوندو برخوکې یې مسولینو ته سپارښتنې وکړې .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.