کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : په لغمان ولايت کې د سړک د غاړې د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار وخته د الينګار ولسوالۍ د شخترۍ په ډاګه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د ملکي وګړو پر هغه مزدا ډوله موټر شوې، چې له يادې سيمې څخه يې د ساختماني چارو لپاره ډبرې راوړلې.
د ځواک په وينا، په چاودنه کې څلور تنه ملکي کاريګر وژل شوي او د هغوى موټر هم له منځه وړل شوى دى.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن