د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ظاهر قدير: د داعش له منځه وړلو لپاره په ملي او سيمه ييزه کچه اقدامات کېږي

ظاهر قدير: د داعش له منځه وړلو لپاره په ملي او سيمه ييزه کچه اقدامات کېږي

Jun 17, 2017 - 16:42

جلال اباد (پژواک ۲۷ غبرګولی ٩۶): د ولسي جرګې يو پلاوى چې په ننګرهار کې د داعش د وروستيو فعاليتونو په خاطر يې دغه ولايت ته سفر کړی، وايي د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره به په ملي او سيمه ييزه کچه اقدامات ترسره کړي.

ياد پلاوي د ننګرهار له والي ګلاب منګل او يو شمېر نورو مسوولينو سره د غبرګولي په ۲۷مه د ليدنې پرمهال دا څرګندونې وکړې .

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ډلې مشري په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کوله.

خبرپاڼه کاږي چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له امنیتي منسوبنیو څخه مننه وکړه چې چپرهار ولسوالۍ یې د داعش له شتون څخه پاکه کړه او پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه يې عملي اقدامات پیل کړي .

نوموړي سپارښتنه وکړه چې د عملیاتو له ترسره کېدو سره سم د ولسونو په همکارۍ د پاکوو شوو سیمو د ساتنې په برخه کې اقدامات ترسره شي او همدا راز یې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو ژوند خوندیتوب ته د ځانګړې پاملرنې لارښوونه وکړه.

ننګرهار والي ژمنه وکړه چې بې ځایه شوو کورنیو لپاره به ژر تر ژره لومړنۍ مرستې ورسوي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او له مرکز څخه د راغلي پلاوي مشر حاجي عبدالظاهر قدیر له ټولو مسوولینو څخه وغوښتل،ترڅو په خپلو برخو کې د ترسره شوو عملي اقداماتو،راتلوونکو پلانونو او د دوی پر وړاندې شته ستونزې له دوی سره په رسمي ډول شریکې کړي .

نوموړي زیاته کړه،د یادو معلوماتو په ترڅ کې به دوی په مرکزي کچه د داعش د له منځه وړلو او په سیمه کې د ولسونو د ملاتړ په برخه کې په ملي او سیمه ییزه کچه اقدامات ترسره کړي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیر مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د عملیاتو پر مهال به د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې ترڅنګ په سیمه کې داعش له منځه یوسي او همدا راز به  له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د پاکو شوو سیمو ساتنه وکړي.

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري له مسوولینو څخه د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د پاکو شوو سیمو د ساتنې په برخه کې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه .

د دې غونډې پر مهال مسوولینو په ګڼ شمېر نورو امنیتي موضوعاتو باندې بحثونه او پرېکړې وکړې .

د يادولو ده چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د ننګرهار په چپرهار او پچيراګام ولسواليو کې داعش وسله وال له امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت و، چې اوس يې پر ضد د ګډو افغان ځواکونو عمليات هم پيل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement