د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تالقانو کې اورلګېدنې په سلګونو هټۍ سوځولي

په تالقانو کې اورلګېدنې په سلګونو هټۍ سوځولي

Jun 17, 2017 - 15:40

تالقان (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : اورلګېدنې د تخار ولايت په تالقانو ښار کې په سلګونو هټۍ سوځولي او لسګونه ميليونه افغانۍ زيان يې اړولى دى.

د تالقانو ښار په نجارۍ سيمه کې د تېرې ورځې اورلګېدنې څه باندې اوه سوه هټۍ سوځولي، د نجارۍ سيمې يو تن هټيوال رحمت الله د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اورلګېدنه دومره زوروه وه چې په لسو دقيقو کې دوه درې سرايونه و سوځېدل او اور نورو سرايونو ته هم خپور شو.

نوموړی وايي چې په نيم ساعت  کې ټولو سرايونه وسوځېدل .

دی زیاتوي: ((موږ چې کله د جمعې له لمانځه را وګرځېدو، اور لګېدلی و، تر څو چې موږ راتللو په ټولو سرايونو کې اور بل و، زما ۸ د نجارۍ دوکانونه سوځېدلي او شل ميليونه افغانۍ زيان را اوښتى دى. ))

ددغه سرای هټۍ وال د اور وژنې پولیس د اور په کنټرول کې په بې پامۍ تورنوي او زیاتوي چې که د اور وژنې ډله په وخت راغلى واى، د زیانونو مخه به یې نیولې وه.

يو بل هټۍ وال شرف الدين وايي، د اور وژنې عمله ناوخته راغله او بل دا چې اوبه ور سره نه وې .

دی زیاتوي: ((اطفائيه راغله، لږ غوندې اوبه يې و شيندلې، اوبه يې خلاصې شوې، بېرته لاړه  تر څو چې د کندوز اطفائيه ورسېدله، ټول سرايونه سوځېدلي وو. ))
د هغه په وينا، د کندوز اطفائيې بيا نورو سيمو ته د اور د خپرېدو مخه ونيوله.

په ورته وخت کې بیا د تالقانو ښار د اصنافو رییس حبیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو سرایونو يوه نيمه بجه اور لګېدلی  او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

هغه له حکومت څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د تخار برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال انجنير حبیب الله چې ددغې اورلګېدنې له امله د زیانونو د ارزونې د کمېټې غړی دی وايي چې اور ددغو سرایونو تر څنګ له يوه حمامه خپور شوی و.

نوموړی وايي چې د حمام له اورخونې څخه چې سرای سره يې دیوال نړېدلی وو، اور خپور شوی دی.

دی زیاتوی: ((تاسو وګورئ د سرای چې وچ لرګي په کې کوټه شوي وو او د حمام د اور خونې ترمنځ دیوال نړېدلی، کله چې اور له نغري څخه د باندې را باسي، شمال دغه اور سرای ته وړي او هلته بیا په وچو لرګیو اور لګيږي او اور لګېدنه رامنځته کېږي.))

د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سید جهانګیر کرامت پژواک اژانس ته وويل، چې اور دومره ژر په دغو سرایونو کې خپور شو، چې د تخار د اور  وژنې د پولیسو له توان بهر شو.

کرامت وايي، دوی اړ  شول چې د کندوز ولایت له اور وژني پولیسو څخه مرسته وغواړي.

نوموړی وايي:((یوه ستونزه داوه چې خلکو خپل لرګي او نور وسایل لارو او کوڅو ته ایستلي وو چې د اطفایې د موټرو لاره یې بنده کړې وه، بله دا چې موږ په یواځې نه شوای کولی چې د اور مخه ونیسو، موږ له کندوزه مرسته وغوښته، درېیمه ستونزه دا ده چې زموږ د اطفایې د پولیسو وسایط او امکانات لږ  دي، د تالقانو د ښار کفایت نه کوي.))

د تخار له پېښو سره د مبارزې رییس عبدالرزاق زنده هم پژواک ته وايي چې په دغه پېښه کې ۷ سوه دوکانونه، ۱۲ سرایونه سوځېدلي او په ميلیونونو افغانیو زیانونه یې اړولي دي.

نوموړی وايي چې ددغو زیانونو د ارزونې لپاره یوه کمېټه جوړه شوې چې د زیانونو پایله به یې وروسته اعلان شي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement