ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د تنباکو کارول د زياتېدو په حال کې دي

په افغانستان کې د تنباکو کارول د زياتېدو په حال کې دي

author avatar
18 Jun 2017 - 16:47
په افغانستان کې د تنباکو کارول د زياتېدو په حال کې دي
author avatar
18 Jun 2017 - 16:47

کابل(پژواک، ٢٨غبرګولى٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي، سره له دې چې د تنباکو کارولو د کمېدو لپاره ډېرې هڅې شوې دې؛ خو د هغو کارول د زياتېدو په حال کې دي چې دوامداره مصرف يې، نيمايي مصرفونکي د مرګ په کومې کې ورکوي.

 د عامې روغتيا وزارت د صحي خدماتو وړاندې کولو مرستيال او د تنباکو او دخانياتو د کنټرول کمېسيون مشر ، فدامحمد پيکان نن له "تباکو څخه د پاکې نړۍ" د ورځې په نمانځغونډه کې چې په کابل کې د " تنباکو؛ د پرمختګ لپاره ګواښ" تر شعار لاندې جوړه شوې وه، وويل چې د تنباکو کارول په نړۍ او افغانستان کې د خلکو د روغتيا لپاره جدي ننګونه او ګواښ دى.

 نوموړي، د دخانياتو د کارولو د کمېدو په لړ کې د عامې روغتيا وزارت هڅو ته په اشارې سره وويل، چې د تنباکو او دخانياتو د کنټرول له قانون سره سم، د دخانياتو او تنباکو د کنټرول د قانون له تطبيق سره سم کمېسيون جوړېدل او فعاليت، د سګرېټو د ګمرکي تعرفو سل سلنه زياتېدل، د تنباکو له دود څخه د دولتي او غير دولتي دفترونو د جوړېدو د کړنلارو وده، له هغو مواردو څخه دي چې په دې لړ کې په تېر يونيم کال کې ترسره شوي دي.

هغه دغه راز په ډاګه کړه چې که د سګرېټو او قليون له دود څخه د پاکو رسټورانټونو د جوړېدو کړنلارې وده، د عامه ګڼې ګوڼې ځايونو لپاره د تنباکو محصولاتو د کارولو د منع علامې، په ټولو رسنيو کې د تنباکو محصولاتو  پر اعلانونو د کلک محدوديت وضع کېدل، په پاکټونو کې د تنباکو د ضررونو د انځوريزو او ليکلو پيغامونو د لګولو وده، د کابل ښار په مختلفو سيمو کې د قليونونو د راټولولو د کمپاين په لاره اچول او د قليونو  له شپږ سوه ډېر سيټه او د ميوه جاتو په عصارو معطرو په سلګونو کيلو تنباکو او له رسټورانټونو څخه د قليونونو د زرګونو اجزاوو راټولېدل، د مخنيوي له نورو مواردو څخه دي.

د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال وويل افغانستان په هغو هڅو اوکوښښونو سره په تېر يونيم کال کې يې کړي دي، د مديترانې د ختيځې حوزې د ٢٤ هېوادونو په منځ کې په ٢٠١٧ کال کې د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د تنباکو د منع د نړيوالې ورځې جايزه ګټلې ده.

خو هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې تر اوسه هم په هېواد کې د تنباکو له نوعو څخه استفاده د زياتېدو په حال کې ده.

 د هغه په خبره، د ٢٠١٠ کال نظرسنجي ددې ښودنه کوي چې په افغانستان کې له ٣٥سلنه ډېربوډاګان، ١٦سلنه زلميان چې عمرونه يې له ١٣ تر ١٥ کلونو دي، لږ تر لږه يوځل تنباکو څکولي دي او کابو ٤٠ سلنه هغه کسان دي چې کورنۍ يې سکرېټ کاروي د هغو له دود څخه زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړه:" له بده مرغه په افغانستان کې هغه کسان چې تحصيل يې کړى او ښه مادي امکانات لري، د تنباکو له نوعو څخه استفاده کوي."

هغه زیاته کړه:" د دخانیاتو مصرف په هېواد کې ددايمي پرمختګ او ودې لپاره خنډ دى؛ خو د دخانياتو د مخنيوي لپاره څرګنده لاره او د ودې دايمي لاره شتون لري او په دې لړ کې موږ د دخانياتو د هر اړخيز کنټرول او د دخانياتو د ضررونو څخه د خلکو په ځانګړې توګه زلميانو د ساتنې لپاره د سکتوري او ګډو هڅو ډېرېدو او د ملي اقتصاد ښه کولو ته اړتيا لروو."

 هغه وويل چې د تنباکو بڼې د بدن هر يوه غړي ته زيان رسوي، ګڼې نورې ناروغۍ لکه سرطان، د زړه ناروغي، تنفسي ناروغۍ او اميندوارۍ د مهال عوارض ترې پيدا کېږي.

نوموړي په افغانستان کې د سګرېټو کارونې په سبب د رامنځته کېدونکې مرګ ژوبلې شمېرې وړاندې نه کړې، خو وويل چې هر کال د نړۍ په کچه شاوخوا شپږ ميليونه کسان ددغه توکو د کارونې په سبب مړه کېږي.

 د سګرېټو ځينې روږدي وايي چې ددغه عمل پرېښودل ورته ګران دي، خو ځينې چې سګرېټ يې پرېښي، وايي چې د پياوړې ارادې لرل په دې کار کې مرسته کولى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.