ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو د اوږدمهالي اکمال او تجهيز غوښتنه وشوه

د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو د اوږدمهالي اکمال او تجهيز غوښتنه وشوه

author avatar
18 Jun 2017 - 16:56
د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو د اوږدمهالي اکمال او تجهيز غوښتنه وشوه
author avatar
18 Jun 2017 - 16:56

جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ٩۶): د ولسي جرګې يو پلاوى چې په ننګرهار کې د وروستيو امنيتي ستونزو د ارزونې په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی، غوښتنه کوي چې د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ او تجهيز دې د اوږدمهال لپاره وشي.

د ياد پلاوي مشر عبدالظاهر قدير د غبرګولي په ۲۸مه جلال اباد ښار کې د دفاع وزارت له استازي او د ننګرهار د ولايتي شورا له غړو سره د ګډ خبري کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې.

قدير د دفاع وزارت د استازي په شتون کې د دغه وزارت هغه ادعا هم رد کړه، چې ګواکې د پچيراګام ولسوالۍ تورې بوړې ستراتيژيکه سيمه بېرته له داعش وسله والو نيول شوې ده.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري پرون په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې د تورې بوړې سيمه د افغان ځواکونو د تعرضي عملياتو په پايله کې له داعش وسله والو چې څو ورځې وړاندې يې نيولې وه، بېرته په خپله ولکه کې راوستې ده.

د ولسي جرګې يو پلاوى چې مشري يې په دغه جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالظاهر قدير کوي او د دفاع وزارت استازی هم ورسره دی، له پرون راهيسې په ننګرهار کې د داعش ډلې د وروستيو تحرکاتو او روان امنيتي وضعيت په اړه څېړنه کوي.

هغه وړانديز وکړ چې د سيمو ساتلو لپاره دې تر ډېره ولسي پاڅون کوونکو ته وخت ورکړل شي، ځکه په وينا يې پاڅون کوونکي د سيمې خلک دي او له امنيتي ځواکونو ډېر د سيمو له موقعيت سره بلد وي او کولی شي چې وسله وال وځپي.

ظاهر قدير نيوکه وکړه چې پخوا هم په سيمو کې ولسي پاڅون کوونکي اکمال او تجهيز شول؛ خو د لنډمهالي ملاتړ له امله هغوی له سختو ستونزو سره مخ شول او غوښتنه يې وکړه، چې دا ځل دې ولسي پاڅون کوونکي د اوږد مهال لپاره تجهيز او اکمال شي.

ده په توره بوړه کې د داعش ډلې د تحرکاتو په اړه وويل، هغه سيمه لا هم د داعش ډلې په لاس کې ده؛ خو ځينو مهمو نقطو ته يې افغان امنيتي ځواکونو ځانونه رسولي دي.

ياد خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال د دفاع وزارت استازي او د یاد پلاوي غړي تورن جنرال شعورګل د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د کورنيو ځواکونو روان عمليات بريالي ياد کړل .

ده هم د تورې بوړې د ځينو مهمو سيمو نيول تاييد کړل او د پاتې سيمو د نيولو لپاره يې د عملياتو د دوام ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د ولايتي شورا استازي ډاکټر ناصر کامه وال د ننګرهاري ولسونو په استازۍ له حکومته وغوښتل، چې په دغه ولايت کې دې د داعش ځپلو په خاطر دوامداره عمليات پلان کړي.

نوموړي هم له عملياتو وروسته د ځايي خلکو د ملاتړ او د هغوی د تجهيزغوښتنه وکړه او په حکومت يې غږ وکړ، چې سيمې دې ورته له هر ډول وسله والو پاکې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.