د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنيت رييس: پنځم ستون نشته؛ پنځم ستون سياسي ستون دى

د ملي امنيت رييس: پنځم ستون نشته؛ پنځم ستون سياسي ستون دى

Jun 18, 2017 - 18:05

کابل(پژواک،٢٨ غبرګولي ٩٦): ملي امنيت په نظام کې دننه د پنځم ستون شتون رد کړ او وايي، د کابل زنبق څلورلار کې د موټربم بريد په تړاو درې کسان نيول شوي او د برجسته اشخاصو پر رياست  بريد په اړه د څېړنو پايلې به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

د ملي امنيت رياست مشر محمد معصوم ستانکزي، دا څرګندونې نن د مشرانو جرګې استجوابيه غونډه کې وکړې چې  يادې جرګې د وروستيو امنيتي پېښو په تړاو، امنيتي مسوولين جرګې ته وربللي وو.

نوموړي د افغانانو ترمنځ  پر اجماع او سياسي وفاق د ټينګار ترڅنګ وويل چې د خونړيو بريدونو په مخنيوي کې استخباراتي کمزوري شتون درلود؛ ځکه  د سيمې ټولې تروريستي ډلې افغانستان کې فعاليت کوي.

هغه وويل چې د کابل څلورلارې موټربم بريد په تړاو درې کسان نيول شوي او د دې بريد موخه د کابل کنفرانس له جوړېدو څخه مخنيوى و.

کابل کنفرانس د سولې او امنيتي همکاريو تر نوم لاندې د افغان دولت په کوربه توب د ٢٧ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د غبرګولي په ١٧مه کابل کې جوړ شو.

ستانکزي زياته کړه، له مخکې د دې بريد په اړه اطلاعات موجود و؛ خو جوته نه وه چې بريد د ټانکر موټر په واسطه ترسره کېږي.

نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې يو بهرنى پلاوى د افغانستان استخباراتي ډلې په همکار‌‌ي په ګډه دا قضيه څېړي.

د ملي امنيت مشر له بريد څخه وروسته کابل کې د ترسره شوي لاريون په اړه وويل چې له قانون سره سم د لاريون تنظيموونکو بايد د لاريون له ترسره کېدو مخکې د امنيتي ارګانونو اجازه اخيستې وه چې دا کار يې نه و کړ‌ى.

د راپورونو له مخې، دا لاريون په تاوتريخوالي بدل شو چې په پايله کې شپږ لاريون کوونکي ووژل شول او شاوخوا پنځوس کسان چې ٢١ يې لاريون کوونکي او پاتې نور يې پوليس وو، ټپيان شول.

د ملي امنيت رييس وويل، کوموکسانو چې په لاريون کوونکو ډزې کړي، د ټاکل شوي ټيم له څېړنو وروسته به جوته شي او چا چې دا کار کړى، قانوني چلند به ورسره وشي.

ستانکزي وويل، د جنازې پر مراسمو د بريد په اړه هم څېړنې پيل شوې دي او کافي شواهد شته چې ځانمرګي تر بريد وړاندې  د پاکستان چمن مدرسه کې روزل شوي وو.

د غبرګولي په ١٣مه د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد عالم ايزديار زوى محمد سالم ايزديار چې د لاريون پرمهال وژل شوى و، د نوموړي جنازې پر مراسمو درې ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې له امله يې اووه کسان ووژل شول او ١١٩ نور ټپيان شول.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې  حقاني ډلې د ياد موټربم بريد مسووليت رد کړى، وويل چې هغوى د زياتو فشارونو له امله دا ډول څرګندونې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې هېواد کې د وروستيو بريدونو په اړه شواهد او مدارک نړيوالو مراجعو ته وړاندې شوي دي او بايد د دې بريدونو عاملين تر زيات فشار لاندې راوستل شي.

ستانکزي د کابل  پر سردارمحمد داوودخان  روغتون د بريد په اړه وويل چې په دې اړه څېړنې بشپړې شوي او په  تړاو يې دوه کسان نيول شوي دي چې دا مهال تر تعقيب لاندې دي، د څېړنې پايله به يې له ولس سره شريکه شي.

ياد بريد کې ٩٠ کسان ووژل شول او نږدې ٤٠٠ نور ټپيان شول.

نوموړي همداراز نننۍ غونډه کې وويل چې راتلونکې اونې به د لوړپوړو چارواکو ساتنې  پر رياست د بريد څېړنې چې څه باندې دوه سوه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، د ملت په وړاندې اعلان شي.

د ملي امنيت رييس د هېواد ځينو سيمو کې د چورلکو ناستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "تراوسه چا نه ده ثبوت کړې چې له الوتکې دې د دولت وسله وال مخالفين کښته کړي او يا دې له هغوى سره  د وسلو او مهماتو مرسته کړي وي؛ دا يوه بشپړه رواني عياره جګړه ده چې دوام لري."

نوموړې په دې اړه چې د حکومت په جوړښت کې پنځم شتون شته، وويل: "بې عدالتي شته سياسي نظام ستونزه لري؛ خو بايد پر يو بل تورونه پورې نه کړو او دښمن ته د تبليغاتو لار هواره نه کړو، سياسي سيالۍ او سياسي ستون شته چې يو بل تورنوي چې هېڅ واقعيت نه لري؛ پنځم ستون شتون نه لري، پنځم ستون سياسي ستون دى."

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو عمومي مشر محمدسالم احساس چې نننۍ غونډه کې برخه درلوده، وويل چې پوليس په رسمي ډول له لاريون څخه خبر نه وو، خو د ټولنيزو شبکو له لارې خبر شول او تدابير يې نيولي وو.

نوموړي زياته کړه چې کابل کې د موټربم بريد په اړه مخکيني راپورونه  نه وو؛ خو د ګواښونو په اړه اطلاعات موجود وو.

د هغه په وينا، د لاريون پرمهال د ډبرو وېشتلو له امله ٣٧ پوليس ټپيان شول او داسې شواهد نشته چې لاريون کوونکو دې پر امنيتي ځواکونو ډزې کړې وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement