ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت رييس: پنځم ستون نشته؛ پنځم ستون سياسي ستون دى

د ملي امنيت رييس: پنځم ستون نشته؛ پنځم ستون سياسي ستون دى

author avatar
18 Jun 2017 - 18:05
د ملي امنيت رييس: پنځم ستون نشته؛ پنځم ستون سياسي ستون دى
author avatar
18 Jun 2017 - 18:05

کابل(پژواک،٢٨ غبرګولي ٩٦): ملي امنيت په نظام کې دننه د پنځم ستون شتون رد کړ او وايي، د کابل زنبق څلورلار کې د موټربم بريد په تړاو درې کسان نيول شوي او د برجسته اشخاصو پر رياست  بريد په اړه د څېړنو پايلې به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

د ملي امنيت رياست مشر محمد معصوم ستانکزي، دا څرګندونې نن د مشرانو جرګې استجوابيه غونډه کې وکړې چې  يادې جرګې د وروستيو امنيتي پېښو په تړاو، امنيتي مسوولين جرګې ته وربللي وو.

نوموړي د افغانانو ترمنځ  پر اجماع او سياسي وفاق د ټينګار ترڅنګ وويل چې د خونړيو بريدونو په مخنيوي کې استخباراتي کمزوري شتون درلود؛ ځکه  د سيمې ټولې تروريستي ډلې افغانستان کې فعاليت کوي.

هغه وويل چې د کابل څلورلارې موټربم بريد په تړاو درې کسان نيول شوي او د دې بريد موخه د کابل کنفرانس له جوړېدو څخه مخنيوى و.

کابل کنفرانس د سولې او امنيتي همکاريو تر نوم لاندې د افغان دولت په کوربه توب د ٢٧ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د غبرګولي په ١٧مه کابل کې جوړ شو.

ستانکزي زياته کړه، له مخکې د دې بريد په اړه اطلاعات موجود و؛ خو جوته نه وه چې بريد د ټانکر موټر په واسطه ترسره کېږي.

نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې يو بهرنى پلاوى د افغانستان استخباراتي ډلې په همکار‌‌ي په ګډه دا قضيه څېړي.

د ملي امنيت مشر له بريد څخه وروسته کابل کې د ترسره شوي لاريون په اړه وويل چې له قانون سره سم د لاريون تنظيموونکو بايد د لاريون له ترسره کېدو مخکې د امنيتي ارګانونو اجازه اخيستې وه چې دا کار يې نه و کړ‌ى.

د راپورونو له مخې، دا لاريون په تاوتريخوالي بدل شو چې په پايله کې شپږ لاريون کوونکي ووژل شول او شاوخوا پنځوس کسان چې ٢١ يې لاريون کوونکي او پاتې نور يې پوليس وو، ټپيان شول.

د ملي امنيت رييس وويل، کوموکسانو چې په لاريون کوونکو ډزې کړي، د ټاکل شوي ټيم له څېړنو وروسته به جوته شي او چا چې دا کار کړى، قانوني چلند به ورسره وشي.

ستانکزي وويل، د جنازې پر مراسمو د بريد په اړه هم څېړنې پيل شوې دي او کافي شواهد شته چې ځانمرګي تر بريد وړاندې  د پاکستان چمن مدرسه کې روزل شوي وو.

د غبرګولي په ١٣مه د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد عالم ايزديار زوى محمد سالم ايزديار چې د لاريون پرمهال وژل شوى و، د نوموړي جنازې پر مراسمو درې ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې له امله يې اووه کسان ووژل شول او ١١٩ نور ټپيان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.