ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سني او شيعه عالمانو د وروستيو پېښو په اړه ګډ دريځ ونيو

سني او شيعه عالمانو د وروستيو پېښو په اړه ګډ دريځ ونيو

author avatar
18 Jun 2017 - 18:02
سني او شيعه عالمانو د وروستيو پېښو په اړه ګډ دريځ ونيو
author avatar
18 Jun 2017 - 18:02

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): کابل کې د الزهرا پر جومات د بريد په پايله کې د اهل سنت او تشيع عالمانو په دې اړه ګډ دريځ اعلان کړ او ويې ويل، وروستي ترهګريز بريدونه د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کولو په موخه شوي؛ خو دا ډول بريدونه د مذهبونو ترمنځ يووالى لاپسې غښتلى کوي.

درې ورځې وړاندې څو وسله والو د کابل په لوېديځ کې د الزهرا پر جومات بريد وکړ، چې له امله يې څلور کسان ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

چارواکو ويلي، ځانمرګي بريدګر چې جومات ته د داخلېدو نيت يې درلود، د پوليسو له لوري له پېژندل کېدو وروسته د دواړو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې ياد بريدګر د جومات داخل ته پر تلو بريالي نه شول، چې بريدګرو له هغه وروسته ځانونه د جومات اشپزخانې ته ورسول او له څو دقيقو مقاومت وروسته يې ځانونه والوځول.

د داعش ډلې د الزهرا پر جومات د بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

د اهل سنت او اهل تشيع لسګونه عالمانو نن کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، وروستۍ پېښې د قومونو او مذهبونو ترمنځ د بې اتفاقۍ په موخه ترسره شوې او دا ډول بريدونه د اسلام سپېڅلي دين خلاف دي.

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف په ياده غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې په هېواد کې د وروستيو بريدونو د غندلو ترڅنګ وويل، د افغانستان دښمنان په دې وروستيو کې هڅه کوي، چې د سني او شيعه ترمنځ اختلافونو ته لمن ووهي.

هغه زياته کړه: "هغه بريدونه چې زموږ دښمنانو د روژې په مبارکه مياشت په ځانګړي ډول کابل کې د الزهرا پر جومات ترسره کړل؛ په کلکه غندو او وايو چې سني او شيعه يو موټى دي او د دوى ترمنځ هيڅ اختلاف نشته او دښمنان به هم په خپلو شومو موخو کې بريالي نه شي."

نوموړي، وروستي بريدونه د دين، مذهب، انسانيت او بشريت خلاف وبلل او ويې ويل، ترهګرو د وروستيو بريدونو په ترسره کولو سره اسلامي نړۍ ولړزوله او ټولو ته يې وښوده چې دوى هيڅ دين او مذهب ته درناوى نه لري.

کشاف، د پاکستان له خوا له ترهګرۍ د ملاتړ په اړه شکايت وکړ او زياته يې کړه: "پاکستان پر افغانستان سخت ظلم کوي، خو له بده مرغه د پاکستان عالمان هم چوپ ناست دي، موږ له هغوى د ورورولۍ او د سولې د راوستلو هيله لرو، نه داسې يو دريځ چې اوس يې نيولى؛ هم د سولې خبرې کوي او هم له دښمنانو ملاتړ کوي."

دغه راز په ياده غونډه کې مولوي واعظ زاده بهسودي هم د روژې مياشتې بريدونه له وحشت ډک وبلل او ويې ويل: "موږ شيعه او سني د يوه بل ترڅنګ ولاړ يو او دا ترهګريز بريد غندو او د ترهګرو له اعمالو او د دوى له ملاتړ کوونکو کرکه کوو او د دوى بريدونه زموږ يووالى لاپسې ټينګوي."

نوموړي زياته کړه، ترهګرو د قران د نازلېدو په شپه د جومات په داخل کې د لمونځ کوونکو په وژلو سره وښوده چې د دوى اعمال د اسلام دين خلاف دي او ټول بايد په دې پوه شي، چې د دوى اعمال له مذهب، اسلام، انسانيت او بشريت سره هيڅ تړاو نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.