ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې يوه اووه کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

کندوز کې يوه اووه کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

author avatar
18 Jun 2017 - 16:33
کندوز کې يوه اووه کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې
author avatar
18 Jun 2017 - 16:33

کندوز (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): کندوز ولايت کې يوه اووه کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې او پلار يې له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

د کندوز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وويل، ياده اووه کلنه ماشومه چې د خان اباد ولسوالۍ بازار کې يې شيدې پلورلې، شا وخوا لس ورځې وړاندې د ناپېژاندو کسانو له لوري تښتول شوې وه، چې مړى يې دوه ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ د اوبو په يوه لښتي کې موندل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، پوليسو د يادې کوچنۍ ماشومې مړى عدلي طب ته لېږدولى او پايلې يې ښيي، چې پر ياده ماشومه لومړى جنسي تېرى شوى او بيا زندۍ شوې ده.

د کندوز ولايت امنيه قوماندان وويل، چې د يادې پېښې په تړاو د يوه پلار او زوى په ګډون درې کسان نيول شوي، چې يادو کسانو په خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

د يادې نجلۍ پلار وويل: "د غبرګولي په ١٧ مه نېټه مې لور وتښتول شوه او د جمعې په شپه مې لور په خوب کې راغله او راته يې وويل، چې په ما يې تېرى کړى او بيا يې په يوې حوېلۍ کې وژلې يم؛ په يوې بوجۍ کې يې د کور د لښتي نږدې ځاى کې اچولې يم؛ کله چې سهار هلته لاړم، د لور مړى مې د اوبو لښتي خوا ته په يوه بوجۍ کې پروت و."

نوموړي زياته کړه، چې له هغه وروسته يې د يادې قضيې په اړه پوليسو ته خبر ورکړ او پوليسو هم د خپلو څېړنو په پايله کې د يوه پلار او زوى په ګډون درې کسان نيولي دي.

هغه له حکومت غوښتنه وکړه، چې د لور قاتلينو ته يې سخته سزا  ورکړي.

د قضيې يوه تورن کس وويل: "له يوه ملګري سره په حويلۍ کې ناست وو، چې د حويلۍ دروازه خلاصه شوه او يوې ماشومې غږ کړ چې شيدې اخلئ! موږ هم نجلۍ راوغوښته او تجاوز مې پرې وکړ، چې له هغه وروسته مو زندۍ کړه."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.