ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا ته د بشپړ غړيتوب لپاره پروپوزل ورکړى

افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا ته د بشپړ غړيتوب لپاره پروپوزل ورکړى

author avatar
19 Jun 2017 - 15:28
افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا ته د بشپړ غړيتوب لپاره پروپوزل ورکړى
author avatar
19 Jun 2017 - 15:28

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦) د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو په موخه يو هر اړخيزه پروپوزل استولى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د شورا غړي او د ماليې وزير اکليل حکيمي د غبرګولي په ٢٩مه، په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې دغه پروپوزل په دې وروستيو کې نړيوالې شورا ته استول شوى دى.

هغه زياته کړې چې افغانستان په تېره لسيزه کې د کرکټ په ډګر کې د يادې شورا د دويمې درجې لرونکي هېواد په توګه ښې لاسته راوړنې لرلې .

حکيمي ويلي: (( موږ په دې عقيده يو چې اوس هغه وخت را رسېدلی، تر څو افغانستان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړي چې له دې سره به د کرکټ د لا پرمختګ لپاره نور فرصتونه هم را منځته شي. ))

د ماليې وزير وايي، په هېواد کې له شته ستونزو سره سره ، کرکټ هغه لوبه ده چې افغان ملت ته يې تل خوښي ور په برخه کړې ده.

افغانستان اوس مهال دکرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې (ايسو سي ايټ) غړيتوب لري، خو په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ بې ساري پرمختګ کړى او د کرکټ د لومړۍ درجې يا بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته يې ماتې ورکړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل څو مياشتې مخکې له اړوندو کسانو څخه په دې اړه يوه کمېټه جوړکړې وه .
نوموړي يادې کمېټې ته دنده سپارلې وه چې د بشپړ غړيتوب لپاره ټول معيارونه په نظر کې ونيسي او يو هر اړخيزه پروپوزل جوړ کړي.
دا چې افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لپاره ډېر کارونه ترسره کړي او ملي لوبډلې د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ماتې هم ورکړې ده، نو دغه غړيتوب ترلاسه ورکول خورا مهم دي.
د کرکټ د چارو کارپوهه او د لوبې سپورټي موسسې مسوول رحيم ګل څاروان وايي چې که څه هم د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو لپاره ډېر کارونه په کار دي، خو افغانستان اوس ددې وړتيا لري چې دغه غړيتوب ترلاسه کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کرکټ ملي لوبډلې درېيو بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ويسټ انډيز، بنګله دېش او زمبابوې ته په بېلا بېلو لوبو کې ماتې ورکړې دي.
د څاروان په وينا، د افغانستان کورني کرکټ ډېر پياوړى شوى او په يو شمېر  ولايتونو کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ هم جوړې شوې دي.
ټاکل شوې ده چې په روانه مياشت کۍ د کرکټ د نړيوالې شورا په کلنۍ غونډه کې  افغانستان او ايرلينډ ته د بشپړ غړيتوب لپاره پرېکړه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.