ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې پنځه شکمن کسان وژلي

افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې پنځه شکمن کسان وژلي

author avatar
19 Jun 2017 - 11:31
افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې پنځه شکمن کسان وژلي
author avatar
19 Jun 2017 - 11:31

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ٩۶): افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې دشپنيو عملياتو پر مهال پنځه شکمن کسان وژلي، خو ځايي اوسېدونکي وژل شوي کسان ملکي وګړي بولي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د عملياتو موخه وسله وال طالبان وو؛ خو د سيمې خلک وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي او د چرګانو د فارم مزدوران وو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، د ۰۲ په نوم د هوايي ډګر ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د غني خېلو ولسوالۍ په سياه چوب سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو موخه وسله وال طالبان و او د عملياتو پرمهال له کور څخه له عمليات کوونکو ځواکونو سره نښته هم شوې ده.

دی وايي، د عملياتو پرمهال پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره بيولي دي.

د هغه په وينا، د وژل شويو او بيول شويو کسانو د هويت په اړه څېړنې پيل شوي، چې ملکي کسان و او که وسله وال طالبان.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي؛ خو د بيول شويو کسانو په اړه لا هم کره معلومات نشته.

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او د چرګانو د يو فارم مزدوران وو.

نوموړي زياته کړه: ((فارم کې پنځه تنه وژل شوي، يو د اچين د مامند دی غريب سړی و چې دلته مزدور وو، يو د محمد په نوم د سيمې د يو اوسېدونکى زوی دی، دوه نور د سيمې د يو بل اوسېدونکي ماښام زامن دي او يو بل يې هم ماشوم دی.))

وسله والو طالبانو هم په ياده پېښه کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبره رد کړې ده.

د دوی وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د عملياتو پرمهال وژل شوي کسان د دوی په ډلې پورې تړاو نه لري.

تر دې پېښې يوه اوونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يو بريد کې هم درې ملکي وګړي وژل شوي وو، چې يو يې پلار او دوه يې کوچني زامن وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.