ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیستل شو

د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیستل شو

author avatar
19 Jun 2017 - 18:27
د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیستل شو
author avatar
19 Jun 2017 - 18:27

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسمشر محمداشرف نن د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز رسماً پرانیست.

په  حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې  په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هند سفیر، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې رهبري پلاوي هم حضور درلود، لومړی په مالي او بانکداري چارو کې د جمهور رئیس سلاکار  او د افغانستان –هند هوایي کوریدور مسوول صدیق الله مجددي خبرې وکړې.

هغه وويل، د افغانستان –هند هوایي سوداګریز دهلېز د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی چې د هېواد جمهور رئیس او د هند لومړي وزیر په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړ او نن رسما ګټه اخېستنې ته وسپارل شو.

نوموړي د افغانستان-هند هوایي کورېدور موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد کچې لوړول او د ترانزیټې موانعو لیرې کول وښوده، وې ویل چې په لومړۍ الوتنه کې د ۵ ميلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه کرنېز محصولات د دغه هوایي دهلیز له لارې ډهلي ته انتقالېږي او تر یوې اونۍ پورې به په دوهمه الوتنه کې له کندهار څخه د دوه ميلیون ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه مېوه هند ته انتقال شي. 

د هېواد سواګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې، د افغانستان –هند هوایي دهلیز د پرانېستلو هرکلی یې وکړ، وې ویل چې د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې خصوصي سکتور د ترانزیټ ستونزې له جمهور رئیس سره مطرح کړې چې نن د افغانستان-هند هوایي کوریدور د پرانېستنې  ویاړ لرو.

هغه زیاته کړه، د ترانزیټي لارو د پراختیا لپاره د حکومت هڅې لکه د اقینه-ترکمنستان اوسپنې پټلۍ، له چین سره ترانزیټي اړیکې، د چابهار بندر پرانیسته، د  ایران-تورغونډۍ او د یاد هوایي کوریدور پرانیسته د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ زمېنه برابروي او موږ له تاسې څخه مننه کوو.

الکوزي د افغانستان-هند هوایي دهلیز د سوداګر ۍ او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ نوی څپرکی یاد کړ، وې ویل، دا مهال په کندهار کې د مېوو د ساتنې، پروسس او صادراتو لپاره لوړ ظرفیت رامنځته شوی دی.  

په کابل کې د هندوستان سفیر  من‎پریت هورا په خپلو خبرو کې  د افغانستان-هند هوایي کوریدور د پرانیستې مبارکي ورکړه او وې ویل: ډېر لږ لېدل کېږي چې یوه عامه پالیسي دې له مفکوره یي حالته په یو کال کې د بشپړتیا پړاو ته ورسېږي، خو د ملي یووالي حکومت او د افغانستان جمهور رئیس ثابته کړه چې دا کار د اجرا وړ دی.

هغه وویل چې د هوایي کوریدور پرانیسته د اوږدمهاله ستونزې ستراتیژیک حل دی چې د افغانستان سواګریزه ټولنه ورسره مخ وه او له دې لارې یې خپلې اړیکې تر ټولو ستر مارکیټ (هند) چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د افغان سوداګرو مهمه اړتیا ده، تامینېږي.

د ده په وينا، د افغانستان د ترانزیټ ستونزه دا مهال د افغانستان د جمهور رئیس د عالي مفکورو له امله  په فرصت بدله شوې چې د افغانستان-هند هوایي کوریدور یې  څرګنده بېلګه ده.

هغه زیاته کړه، هند ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان –هند هوایي دهلیز لومړۍ الوتنې لپاره  په ډهلې هوايي ډګر کې لازم امنیتي تدابیر نيول شوي دي او دا ګام موږ د دوه اړخیزه سوداګرۍ یوې  لارې ته رهنمایي کوي او د دواړو هېوادونو سوداګرو په ځانګړي ډول  زموږ صادر وونکو ته سترې منافع رامنځته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.