ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې ټينګښت لپاره د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پيلوو”

“د سولې ټينګښت لپاره د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پيلوو”

author avatar
19 Jun 2017 - 18:03
“د سولې ټينګښت لپاره د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پيلوو”
author avatar
19 Jun 2017 - 18:03

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): د "سولې رښتيني جرګه" تر نامه لاندې يو بنسټ په خپله لومړنۍ ناسته کې خپل موجوديت اعلان کړ چې سولې ته د رسېدو په موخه له کوچني اختر وروسته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو په موخه، د هېواد په سويلي ولايتونو کې خبرې اترې پيل کړي.

د يادې جرګې مشر عزيزالله فضلي، نن په کابل کې د ياد بنسټ د لومړنۍ خبري ناستې پر مهال وويل، چې دغه بنسټ به ډېر ژر د يوه پنځه کسيز پلاوي په چوکاټ کې له طالبانو سره مفاهمې او خبرې کولو ته کېني او دې کار ته به چې د افغانانو ترمنځ بايد څرنګه سوله ټينګه شي؛ زمينه برابر کړي.

نوموړي زياته کړه: "موږ د جان کري له خولې سوله نه غواړو، بلکې موږ د افغان ځوانانو له خولې سولې غواړو."

هغه وويل، چې يادې خبرې اترې به نه د هند په کلکته او نه هم ترکيه، بلکې د هېواد په کوم ولايت (پکتيا، هلمند، اروزګان او يا فراه) کې د طالبانو له ډلې سر په مستقيم ډول ترسره شي.

نوموړي، د دولت سولې پروګرام ته په اشارې سره زياته کړه: "د سولې له پروسې شا وخوا پنځلس کاله تېرېږي، خو تر اوسه پورې يې برخليک نه دى معلوم، خو کوچني اختر په لسمه ورځ په د سولې رښتينې جرګې د مشرتابه غړي هر يو عزيزالله فضلي، عتيق الله ځاځى، ډاکټر خليل الله ساپى، انجنير رحمت الله ځلاند او حميدالله امرخېل به له طالبانو سره په مستقيم ډول بين الافغاني خبرې اترې پيل کړي."

فضلي څرګنده کړه، چې د يادې جرګې غړي له کوم سياسي او يا دولتي چارواکو پورې تړاو نه لري، بلکې داسې کسان دي، چې د خپل هېواد لپاره سوله غواړي.

نوموړي زياته کړه، چې د رښتينې سولې جرګې لپاره دا موضوع اړينه ده، چې له طالبانو سره څرنګه په اروزګان او هلمند کې ناستې وکړي، څو د افغان ځوانانو له وژل کېدو مخنيوى وشي.

د هغه په وينا، سوله د هر افغان اړتيا ده، ځکه په هېواد کې د روانې جګړې ډېرى قربانيان ځوانان دي، خلک له اوسني وضعيت ستړي شوي او جګړه نوره بايد ودرول شي.

نوموړي د دې ترڅنګ، چې د سولې ټينګښت په برخه کې د ټولو افغانانو له مرستې غوښتنه وکړه، دغه راز له عالمانو هم غوښتنه وکړه، څو د منبرونو له لارې له ياد حرکت ملاتړ اعلان کړي.

دغه راز د ياد بنسټ په اعلاميه کې ل دولتي چارواکو غوښتنه شوې، چې د سولې په ټينګښت کې پر خپلو ژمنو ولاړ واوسي او د رښتينې سولې له غږ هرکلى وکړي.

په اعلاميه کې راغلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى او پر همدې بنسټ له دواړو خواو غوښتنه کيږي، چې د وسلې پر کېښودو سره د نظام د اصلاح لپاره کار وکړي.

اعلاميه کې، طالبانو ته د ورور خطاب شوى او له دوى يې هم غوښتنه کړې، څو په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره د باور فضا رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.