ميمنه(پژواک، ٢٩غبرګولى ٩٦): په فارياب کې امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو د يوه منسوب ورور چې د طالبانو په کمين کې وژل شوى و، په شيرين تګاب کې د يوه طالب ورور وژلى دى.
د ملي پوليسو يو سرتېرى دور محمد نن سهار د شيرين تګاب ولسوالۍ په فيض اباد سيمه کې د طالبانو په کمين کې ووژل شو.
امنيتي سرچينې پژواک ته وويل:((له دې پېښې وروسته د مقتول ورور نور محمد حاجى، د طالبانو يوه غړي ورور حاجي محمد نعيم د شيرين تګاب بازار کې په ډزو وژلى دى.))
د فارياب امنيه قوماندان سمونوال سيد اغا هم د يادې پېښې پخلى وکړ او وويل چې قضيه تر څېړنې لاندې ده، لا هم څرګنده نه ده چې دواړه پېښې له يو بل سره تړاو لري که د کورنۍ دښمنۍ په سبب رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن