ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : ډېر ژر به د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان شي

غني : ډېر ژر به د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان شي

author avatar
19 Jun 2017 - 14:57
غني : ډېر ژر به د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان شي
author avatar
19 Jun 2017 - 14:57

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسمشر د دې خبرې په ردولو سره چې ګواکې په حکومت کې يو قوم حاکم دى، وايي چې ډېر ژر به په څو زره کسيزه غونډه کې د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د مدني ټولنې د بنسټونو له غړو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په ارګ کې د مدني ټولنې د بنسټونو له غړو سره په کتنه کې د روان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د هغوی اندېښنې، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينه کاږي، په پیل کې رازمحمد دلیلي، آمنې مایار، سید اکرام افضلي او عبدالله احمدي د نورو په استازیتوب په خبرو کې د تورې چهارشنبې او له هغې را وروسته پر تروریستي پېښو خواشیني څرګنده کړه او له جمهور رئیس څخه یې مننه وکړه چې دوی ته یې د مشورو او نظرونو د شریکولو فرصت ورکړ.

رازمحمد دلیلي، مدني ټولنه د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباط پول یاد کړ او د دولت او خلکو ترمنځ یې د اوسنۍ فاصلې په کمولو کې د مدني ټولنې رول مهم وباله او زیاته یې کړه: "د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مدني ټولنې اکثریت غړو ځکه ستا پلوي کړې ده، چې تاسو د نوي فکر په لرلو سره غواړئ په افغانستان کې د حکومت سنتي بڼه بدله او د معاصرو معیارونو په اساس د مډرنې دولتدارۍ اساسات کېږدئ."

هغه وویل، اوس د مصلحت وخت نه دی، د عملي اقدام وخت دی، باید د روانې انارشۍ، زورواکۍ، فساد او قومي تعصباتو د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړئ چې له دې سره به پر حکومت د خلکو باور زیات شي.

ده زیاته کړه، مدني ټولنې هڅه وکړه چې په معترضینو فشار راوړي ترڅو خپلې خېمې لرې کړي، خو اوس د حکومت دنده ده چې په کابل ښار کې هغه سړکونه او کوڅې د خلکو پر مخ پرانېزي چې زورواکو بندې کړي دي.

آمنې مایار په بېلابېلو برخو کې د ښځو مدیریتي وړتیا او نقش مهم وباله او ښځینه قشر ته یې د دولت توجه وغوښته.

هغې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، خلک نور له جنګ او بحراني وضعیت څخه ستړي دي، ځکه د روان کړکېچ اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي، ښځې نور نه غواړي زامن او لوڼې يې ووژل شي.

دې زیاته کړه، موږ باید نړيوالو ته څرګند پيغام ورکړو چې هېڅوک مو د قوم، ژبې او سمت په نوم نه شي سره بېلولی.

نوموړې د جنایت کارو او صادقو خلکو ترمنځ په بېلوالي ټینګار وکړ.

ورپسې سید اکرام افضلي د کابل ښار ستونزه د ټول افغانستان ستونزه وبلله چې په وینا یې د دغو ستونزو جرړه د بن کنفرانس ته ورګرځي او د خلکو نارضایتي له هماغه ځایه پيل شوه چې د خلکو غوښتنو ته په کې پام ونه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.