ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي تدارکاتو کمېسیون  لس قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون لس قراردادونه منظور کړل

author avatar
19 Jun 2017 - 15:20
ملي تدارکاتو کمېسیون  لس قراردادونه منظور کړل
author avatar
19 Jun 2017 - 15:20

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت لس قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښار د سړک جوړولو د څلورو پروژو په شمول لس قراردادونه منظور کړل.

سرچينه کاږي، منظور شوو قراردادونو کې د کابل ښاروالۍ اړوند د درېیم پروان، د تنظیف څلور لارې څخه تر لب جر څلور لارې پورې، د پنځه سوه فامیلي څلور لارې او د مریم لېسې څخه تر خشت هوختیف پورې د سړکونو جوړول او پخول؛ د برېښنا او اوبو لګولو وزارت اړوند د لقي، شهروان تخار او سیاه اب کانالونو جوړول او بیارغول؛ د فواید عامې وزارت اړوند د ټرانس ــ هندوکش سړک د پروژې لپاره د مشورتي شرکت استخدام؛ د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر د ساتنې او بیارغونې خدمتونه شامل دي.

سرچينه زياتوي، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د مزار شریف د رادار سيستم د ساتنې او بیارغونې پروژه؛ د کورنیو چارو وزارت اړوند د نقلیه وسایطو ۱۹۱ قلمه پرزو تدارک؛ د پایتخت زون د پرمختیا خپلواکې ادارې د معلوماتي ټکنالوجۍ د تجهیزاتو تدارک؛ د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت اړوند د عامه پوهاوي د پروګرام پروژه هم په يادو منظور شويو قراردادونو کې شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په غونډه کې همداراز د وړتیا له لحاظه په بېلابېلو ګټګوریو کې د شرکتونو د طبقه بندۍ د کار د پيل، کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته د زیاتې برخې ورکولو د فرصت رامنځته کولو په ځانګړې ډول هغه شرکتونه چې په رښتینې توګه يې مالکیت ښځینه سوداګرو پورې اړوند وي؛ د لومړیتوب، د ودانیزو چارو سکتور کې د کورنۍ پانګونې لپاره زمینه سازي او د شرکتونو د ګټې د مالکیت په اړه بحث ترسره شو.     

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې  اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زېربنايي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو او د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون څارونکو هم برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.