جلال اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار ولايت مسوولين وايي چې د جلال اباد ښار د پراختيا او ښکلا په خاطر به د ولسي تړون پروګرام له مخې د ۲۲ میلیونه ډالرو په لګښت پروژې پلې کړي .
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه د غبرګولي په ۲۹مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې د ولسي تړون پروګرام مسوولینو له والي ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال په جلال اباد ښار کې د دې پروګرام له مخې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د پروژو د پیل کېدو خبر ورکړ.
د دې لیدنې پر مهال چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه، د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجینر حکیم الدین او د ولسي تړون پروګرام مسوولینو د خبرو پر مهال وویل، د لومړي ځل لپاره یې د هېواد په کچه په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام پیل کړى دى .
د دوی د معلوماتو له مخې، د ولسي تړون لس کلن پروګرام په لومړیو څلورو کلونو کې به په جلال اباد ښار کې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د سړکونو،ویالو،تفریحي پارکونو او د ښار اړوند نورې پروژې پلي کړي،چې په پلي کېدو سره به یې زرګونه ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي .
د نوموړو په وینا، د یاد پروګرام د ښه پلي کېدو په موخه به په جلال اباد ښار کې دوه سوه ښاري شوراګانې جوړې کړي او د څلوېښت تنو ګذر وکيلانو په ګومارلو سره به د پروژو د عملي کولو پر مهال د شفافیت د رامنځته کېدو هڅې وکړي .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام په پیل کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د شفافیت په موخه یې به یې ټولې چارې د ښاروالۍ د مسوولینو وروسته په خپله تعقیب کړي .
نوموړي له ولسمشر او مرکزي ادارې څخه هم مننه وکړه چې د ولایت مقام په وړاندیز یې د دیرش سلنه پر ځای جلال اباد ښار د ولسي تړون په پروګرام کې سل سلنه تر خپل پوښښ لاندې ونیولو .
په همدې حال کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په چوکاټ کې د ولسي تړون پروګرام د دې ولایت په شپږ ولسوالیو کې پیل کیږي .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې رئیس انجینر صفت الله شرفمل او د ولسي تړون پروګرام مسوولینو ننګرهار والي سره په ځانګړې لیدنه کې د دې ولایت په دوربابا، دره نور، ښېوې، کامې،سرخرود او بهسودو ولسوالیو کې د ولسي تړون پروګرام د پیل کېدو خبر ورکړ.
دوی زیاته کړه،د ولسي تړون پروګرام له مخې به په یادو ولسوالیو کې د کانال،سړکونو،برېښنا، پاکو اوبو او یو شمېر نورې اړوند پروژې د خلکو په همکارۍ او وړاندیزونو سره پلې کړي .
د دوی په وینا، یادو پروژو ته به له سروې او ډیزاین وروسته د اړتیا له مخې بودیجه ځانګړي کیږي،ترڅو په ښه توګه یې چارې ترسره شي .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرکز جلال اباد ښار وروسته په شپږو ولسوالیو کې د ولسي تړون پروګرام له پیل کېدو څخه هر کلی وکړ او په ټولو برخو کې يې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن