ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې  د دوه پروژو چارې پيل شوې

په لوګر کې د دوه پروژو چارې پيل شوې

author avatar
19 Jun 2017 - 15:16
په لوګر کې  د دوه پروژو چارې پيل شوې
author avatar
19 Jun 2017 - 15:16

پل علم(پژواک،٢٩غبرګولى٩٦): په لوګر کې د ٣٥ ميليونه افغانيو په لګښت د دوه پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د غبرګولي په٢٩مه د اړوندې موضوع په اړه جوړشويو مراسمو ته د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې په دې پروژو کې د عامې روغتيا رياست او تجربوي ليسې لپاره د ودانيو جوړول شامل دي.

ده وويل چې د عامې روغتيا رياست ودانۍ په څلورو پوړونو کې جوړيږي چې ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه زياته کړه: (( تر دې وړاندې موږ د صحت عامې لپاره خپله ودانۍ نه درلوده، صحت عامه په کرايي کور کې وه او هر کال به ډيرې پيسې د دې رياست په کرايه لګېدې.))

ده وويل چې د دې ودانۍ ماليي لګښت د عامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کيږي.

دغه راز د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي وويل چې د دې ولايت تجربوي لېسې ته هم ودانۍ جوړيږي.

هغه وويل چې دغه ودانۍ به د يو کال په موده کې جوړه شي چې په ټوليز ډول به ١٥ميليونه افغانۍ لګښت پرې وشي.

ده هم وويل چې تر دې وړاندې تجربوي لېسې خپله ودانۍ نه درلوده او چارې يې په کرايي کورکې پرمخ تللې.

د ستانکزي د معلوماتو له مخې، د لوګر په تجربوي لېسه کې اوسمهال د ١٢٠ په شاوخوا کې زده کوونکي زده کړې کوي.

دغه راز په ياده غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا رييس محمد ناصر غيرت د يادو ودانيو پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه: (( دلته چې د هرې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل کيږي، موږ پرې خوشحاليږو ځکه چې زموږ ډېرې دولتي ادارې ودانۍ نه لري.))

د لوګر د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، ددې ولايت نږدې ٣٠ سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.