ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: توره  بوړه د داعش له شتون څخه پاکه شوه

چارواکي: توره بوړه د داعش له شتون څخه پاکه شوه

author avatar
19 Jun 2017 - 12:32
چارواکي: توره  بوړه د داعش له شتون څخه پاکه شوه
author avatar
19 Jun 2017 - 12:32

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ٩۶): په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو او د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په پچیر اګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پيل شویو عملياتو په ترڅ کې د تورې بوړې سيمه هم له داعش وسله والو په بشپړ ډول پاکه شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، افغان امنيتي ځواکونه د تورې بوړې  په تورو غرو ور وختل او دغه ستراتيژيکه سيمه يې  د داعش  وسله والې ډلې  له شتون  څخه  پاکه  کړه .

 هغه زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه  دا مهال  د الف خېلو او مرخڼۍ کليو پر لور  د تعارض په حالت  کې  مخ  پر وړاندې  روان دي .

په سيمه کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان  بريد جنرال محمد نسيم سنګين چې سرتېرو ته  د مورال  لوړاوي  په  موخه  د جګړې  لومړۍ کرښې  ته  ورغلی  وايي چې داعش وسله والو  د افغان  امنيتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان  له لاسه  ورکړی دی.

د يادې قول اردو له مطبوعاتي دفتره هم پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو د تعرضي عملياتو په پايله کې يې د پچیراګام ولسوالۍ توره بوړه سيمه له داعش وسله والو نيولې ده.

د سيمې يوه قومي مشر ملک تور هم پژواک اژانس ته وويل، پرون امنيتي ځواکونه د تورې بوړې تنګي ته رسېدلي او ياده سيمه يې په بشپړه توګه له داعش ډلې پاکه کړې ده.

هغه زياته کړه، د تنګي د لومړي سر يو شمېر بې ځايه شوې کورنۍ هم نن سهار خپلو ځايونو ته ستنې شوي؛ خو نورو ته يې ځکه امنيتي ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې هلته چاڼيز عمليات روان دي.

دغه علميات، چې  د ۲۰۱ سېلاب قول  اردو  اړوند د څلورمې  پلې  لوا ځواکونو په مشرۍ پيل  شوي، په کې   افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو سربېره، ملي امنيت موظفين، ملي، سرحدي، عامه نظم  او  سيمه ييز  پوليس  برخه لري .

داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.ـ

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې داعش وسله والو د ننګرهار پر چپرهار ولسوالۍ تر بريدونو وروسته د پچير اګام ولسوالۍ د تورې پوړې مهمې ستراتيژيکې سيمې ته ځانونه رسولي دي.

په توره بوړه کې مهمې سمڅې او مرکزونه شته چې پخوا ترې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ګټه اخيسته . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.