د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حديد: د بلخ ځينې زورواکي او خپلسري له سياسي جريانونو سره تړاو لري

حديد: د بلخ ځينې زورواکي او خپلسري له سياسي جريانونو سره تړاو لري

Jun 19, 2017 - 14:44

مزازشريف (پژواک، ۲۹ غبرګولی، ۹۶): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې په دغه ولايت کې سياسي تړاوونو زورواکو او خپل سريو ته لاره هواره کړې ده.

 ډاکټر محمد افضل حديد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د بلخ د ځينو ولسواليو يادونه وکړه او وايي چې زورواکي په خپل سريو او همداراز د مزارشريف ښار د قمارخانو  په  شتون کې لاس لري .

د ولايتي شورا رييس په بلخ ولايت کې د غير مسوولو وسله والو د خپل سريو په تړاو اندېښنه وښوده.

نوموړي زياته کړه، دغه ډول پېښې د بلخ ثبات او امنيتي حالت منفي ښيي .

هغه ټينګار وکړ چې بلخ لا هم د شمال زون په کچه په نسبي امن ولايتونو کې شمېرل کېږي؛ خو له دې يې سترګې پټې نه کړې چې د غير مسوولو وسله والو خپلسري يې پر وړاندې پوښتنې راولاړولی شي.

د ولايتي شورا رييس وويل، دغه غير مسوول وسله وال امکان شته چې د ولايتي شورا ځينې وکيلانو پورې تړاو ولري او په دې يې ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې د يو شمېر وګيلانو لخوا  د ځينو زورواکو  ملاتړ کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې بېلابېل سياسي ګوندونه فعاليت لري او د خپل شتون په ننداره کې سياست هم کوي.

هغه د کوم سياسي ګوند نوم وانه خيست، خو په ټوليزه توګه يې وويل چې دغه غير مسوول وسله وال ځينو سياسي ګوندونو پورې هم تړاو لري.

 حديد، په مزارشريف ښار کې د قمارخانو فعاليت هم د اندېښنې وړ وباله او دغه ډول چارې يې غير مسوولو وسله والو پورې تړلې وبللې.

نوموړي په همدې تړاو ټينګار وکړ چې امنيتي مسوولين پوره معلومات لري چې دغه قمارخانې چا پورې اړه لري.

د هغه په وينا، کله چې پوليس معلومات لري او بيا يې هم پر وړاندې عمل نه کوي؛نو ښکاره ده چې دوی هم په دغه ډول چاروکې شريک دي.

د ولايتي شورا رييس وويل، داسې ښکاري چې ممکن ځينې پټې معاملې وي، چې پوليس د دغه ډول چارو پر وړاندې عمل نه کوي او يا يې تر دې دمه مخنيوی نه دی شوی.

نوموړي وويل: (( عجيب تړاوونه په دې ولايت کې شته، داسې شکلونه رامنځ ته شوي چې ټولې کړۍ په کې له يو بل سره په ځنځيري بڼه تړل شوي دي.))

هغه د همدې کړيو د تړاونو له امله د ولايتي شورا د رئيس په توګه خپله ملامتي ومنله، چې تر اوسه يې پر وړاندې څه نه دي کړي.

نوموړي يې پر وړاندې د جدي کړنو د نه تر سره کولو يو لامل د قانون نه عملي کېدل وبلل.

هغه که څه هم د لس کاله پخوا مهال په څېر هيله من و؛ خو لا هم د قضايي او عدليي ارګانونو او همداراز  د څارنوالۍ پر کړنو باوري نه وو چې د زورواکو او د هغوی د خپلسريو پر وړاندې دې قانون پلی کړای شي.

خو د ولايتي شورا رئيس ټينګار وکړ چې دوی به د خلکو د استازو په توګه خپلې چارې روانې ساتي او هيله من دي چې ورو ورو به مثبت بدلون راځي.

افضل حديد وويل، چې د غير مسوولو وسله والو لخوا د شويو خپلسريو په تړاو د روژې مياشتې په لومړۍ اونۍ کې په بلخ ولايت مقام کې د والي په مشرۍ ناسته وشوه.

د هغه په وينا، په ياده ناسته کې امنيتي مسوولينو، د پارلمان او ولايتي شورا وکيلانو، د سياسي ګوندونو استازو، ديني عالمانو او قومي مشرانو برخه لرله، چې د وروستيو خپلسريو په تړاو پرېکړه وشوه، چې په جدي توګه به يې مخنيوی کېږي.

حديد وويل، په دغه ناسته کې د غير مسوولو وسله والو د کړنو، په مزارشريف ښار کې د قمارخانو د شتون په تړاو، چې ځينې زورواکي او ځينې پوليس په کې ښکېل دي، د الکولي مشروباتو د قاچاق، پلور او کارېدو په تړاو، د تورو ښښو لرونکو او بې اسناده موټرو ګرځېدو په تړاو جدي پرېکړې وشوې، چې بايد مخنيوی يې وشي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې دغه ډول پرېکړې ښکاره ده چې د ځينو اړخونو د شخصي ګټو پر خلاف تمامېږي؛ نو که همدا ډول خلک يې مخنيوي ونه کړي؛ مثبت بدلون راتلی شي.

خو هغه هيله وښوده چې دغه پرېکړه د کاغذ پر مخ پاتې نه شي او په ځانګړې توګه يې امنيتي مسوولين د عملي کېدولپاره جدي ګامونه واخلي.

د ولايتي شورا رييس د بلخ له والي او امنيتي مسوولينو څخه هيله وکړه چې د شته خپلسريو پر وړاندې مبارزه کې دې له مصلحتونو کار نه اخلي او جدي مبارزه دې وکړي؛ کنه د خلکو ستونزې به لا پسې ډېرې شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement