ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حديد: د بلخ ځينې زورواکي او خپلسري له سياسي جريانونو سره تړاو لري

حديد: د بلخ ځينې زورواکي او خپلسري له سياسي جريانونو سره تړاو لري

author avatar
19 Jun 2017 - 14:44
حديد: د بلخ ځينې زورواکي او خپلسري له سياسي جريانونو سره تړاو لري
author avatar
19 Jun 2017 - 14:44

مزازشريف (پژواک، ۲۹ غبرګولی، ۹۶): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې په دغه ولايت کې سياسي تړاوونو زورواکو او خپل سريو ته لاره هواره کړې ده.

 ډاکټر محمد افضل حديد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د بلخ د ځينو ولسواليو يادونه وکړه او وايي چې زورواکي په خپل سريو او همداراز د مزارشريف ښار د قمارخانو  په  شتون کې لاس لري .

د ولايتي شورا رييس په بلخ ولايت کې د غير مسوولو وسله والو د خپل سريو په تړاو اندېښنه وښوده.

نوموړي زياته کړه، دغه ډول پېښې د بلخ ثبات او امنيتي حالت منفي ښيي .

هغه ټينګار وکړ چې بلخ لا هم د شمال زون په کچه په نسبي امن ولايتونو کې شمېرل کېږي؛ خو له دې يې سترګې پټې نه کړې چې د غير مسوولو وسله والو خپلسري يې پر وړاندې پوښتنې راولاړولی شي.

د ولايتي شورا رييس وويل، دغه غير مسوول وسله وال امکان شته چې د ولايتي شورا ځينې وکيلانو پورې تړاو ولري او په دې يې ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې د يو شمېر وګيلانو لخوا  د ځينو زورواکو  ملاتړ کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې بېلابېل سياسي ګوندونه فعاليت لري او د خپل شتون په ننداره کې سياست هم کوي.

هغه د کوم سياسي ګوند نوم وانه خيست، خو په ټوليزه توګه يې وويل چې دغه غير مسوول وسله وال ځينو سياسي ګوندونو پورې هم تړاو لري.

 حديد، په مزارشريف ښار کې د قمارخانو فعاليت هم د اندېښنې وړ وباله او دغه ډول چارې يې غير مسوولو وسله والو پورې تړلې وبللې.

نوموړي په همدې تړاو ټينګار وکړ چې امنيتي مسوولين پوره معلومات لري چې دغه قمارخانې چا پورې اړه لري.

د هغه په وينا، کله چې پوليس معلومات لري او بيا يې هم پر وړاندې عمل نه کوي؛نو ښکاره ده چې دوی هم په دغه ډول چاروکې شريک دي.

د ولايتي شورا رييس وويل، داسې ښکاري چې ممکن ځينې پټې معاملې وي، چې پوليس د دغه ډول چارو پر وړاندې عمل نه کوي او يا يې تر دې دمه مخنيوی نه دی شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.