ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي پوستو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي

خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي پوستو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي

author avatar
19 Jun 2017 - 13:10
خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي پوستو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي
author avatar
19 Jun 2017 - 13:10

تالقان(پژواک،٢٩غبرګولى٩٦):د تخار امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د شپږ امنيتي پوستو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي، خو په خواجه بهاوالدين کې بيا امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د غبرګولي په ٢٩مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې اته  کلي او شپږ امنیتي پوستې نیولي دي.

اسیر وایي چې په دغه جګړه کې درې پوليس وژل شوي او درې نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

دی وایي:((تېر ماښام طالبانو د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه د تخار د خواجه غار په پل مومن، ګورتپه او یو شمېر نورو سیمو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې هغوی و توانیدل چې دغه سیمې ونیسي.))

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې ددغو سیمو د بېرته نیولو لپاره نن سهار د ملي امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي دي.

نوموړی وايي چې په عملیاتو کې ملي پولیس، اردو، سیمه ییز پولیس او ځانګړي ځواکونه ګډون لري.

دغه راز اسير وويل، وسله والو طالبانو په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې هم ځینې سیمې نیولي او د خواجه بهاءالدین-درقد لاره یې هم د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

ده وويل چې د خواجه بهاءالدين په جګړه کې هم درې امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

اسير په يادو جګړو کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د خواجه بهاءالدين اوسېدونکى نسیم خان وايي چې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو څخه  څلور  پوستې نیولې دي.

نوموړی وایي:((طالبانو په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د چرسیانو، القناق، کتکجر او يوه بله پوسته نيولې او له درقد سره يې د دې ولسوالۍ لار هم تړلې ده.))

وسله وال طالبان هم د خواجه غار جګړه تاييدوي خو د خواجه بهاءالدين په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.