د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیستل شو

د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیستل شو

Jun 19, 2017 - 18:27

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسمشر محمداشرف نن د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز رسماً پرانیست.

په  حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې  په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هند سفیر، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې رهبري پلاوي هم حضور درلود، لومړی په مالي او بانکداري چارو کې د جمهور رئیس سلاکار  او د افغانستان –هند هوایي کوریدور مسوول صدیق الله مجددي خبرې وکړې.

هغه وويل، د افغانستان –هند هوایي سوداګریز دهلېز د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی چې د هېواد جمهور رئیس او د هند لومړي وزیر په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړ او نن رسما ګټه اخېستنې ته وسپارل شو.

نوموړي د افغانستان-هند هوایي کورېدور موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد کچې لوړول او د ترانزیټې موانعو لیرې کول وښوده، وې ویل چې په لومړۍ الوتنه کې د ۵ ميلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه کرنېز محصولات د دغه هوایي دهلیز له لارې ډهلي ته انتقالېږي او تر یوې اونۍ پورې به په دوهمه الوتنه کې له کندهار څخه د دوه ميلیون ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه مېوه هند ته انتقال شي. 

د هېواد سواګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې، د افغانستان –هند هوایي دهلیز د پرانېستلو هرکلی یې وکړ، وې ویل چې د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې خصوصي سکتور د ترانزیټ ستونزې له جمهور رئیس سره مطرح کړې چې نن د افغانستان-هند هوایي کوریدور د پرانېستنې  ویاړ لرو.

هغه زیاته کړه، د ترانزیټي لارو د پراختیا لپاره د حکومت هڅې لکه د اقینه-ترکمنستان اوسپنې پټلۍ، له چین سره ترانزیټي اړیکې، د چابهار بندر پرانیسته، د  ایران-تورغونډۍ او د یاد هوایي کوریدور پرانیسته د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ زمېنه برابروي او موږ له تاسې څخه مننه کوو.

الکوزي د افغانستان-هند هوایي دهلیز د سوداګر ۍ او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ نوی څپرکی یاد کړ، وې ویل، دا مهال په کندهار کې د مېوو د ساتنې، پروسس او صادراتو لپاره لوړ ظرفیت رامنځته شوی دی.  

په کابل کې د هندوستان سفیر  من‎پریت هورا په خپلو خبرو کې  د افغانستان-هند هوایي کوریدور د پرانیستې مبارکي ورکړه او وې ویل: ډېر لږ لېدل کېږي چې یوه عامه پالیسي دې له مفکوره یي حالته په یو کال کې د بشپړتیا پړاو ته ورسېږي، خو د ملي یووالي حکومت او د افغانستان جمهور رئیس ثابته کړه چې دا کار د اجرا وړ دی.

هغه وویل چې د هوایي کوریدور پرانیسته د اوږدمهاله ستونزې ستراتیژیک حل دی چې د افغانستان سواګریزه ټولنه ورسره مخ وه او له دې لارې یې خپلې اړیکې تر ټولو ستر مارکیټ (هند) چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د افغان سوداګرو مهمه اړتیا ده، تامینېږي.

د ده په وينا، د افغانستان د ترانزیټ ستونزه دا مهال د افغانستان د جمهور رئیس د عالي مفکورو له امله  په فرصت بدله شوې چې د افغانستان-هند هوایي کوریدور یې  څرګنده بېلګه ده.

هغه زیاته کړه، هند ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان –هند هوایي دهلیز لومړۍ الوتنې لپاره  په ډهلې هوايي ډګر کې لازم امنیتي تدابیر نيول شوي دي او دا ګام موږ د دوه اړخیزه سوداګرۍ یوې  لارې ته رهنمایي کوي او د دواړو هېوادونو سوداګرو په ځانګړي ډول  زموږ صادر وونکو ته سترې منافع رامنځته کوي.

ولسمشر اشرف غني د افغانستان-هند هوایي کوریدور پرانیستلو د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، څوک چې بحران جوړوي، باید پوه شي چې موږ دا بحران په فرصت بدلوو. 

هغه د یاد دهلېز په پرانیستو کې د ټولو مسولینو د هڅوقدرداني وکړه.

نوموړي  د هند د دولت او خلکو له همکارۍ او د افغانستان دولت او خلکو ته  د هغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، وې ویل: زه او مودي د هوایي کوریدور د جوړېدو په اړه  ژر پایلې ته ورسېدو او نن ورځ یې عملا پایلې وینو.

غني د خصوصي سکتور، دولت او د چارو د مختصصینو په ګډ کار ټینګار وکړ او دا همکاري او همغږي یې په فرصت  د ننګونو د بدلولو لپاره ګټور وبلله.

هغه زیاته کړه، زموږ موخه دا ده چې افغانستان په یوه صادروونکي هېواد بدل کړو، ځکه له فقر سره له مبارزې پرته بې ثباتي نه رفع کېږي.

ده څرګنده کړه چې  د افغاني محصولاتو په صادراتوباید زیات  تمرکز وشي او په بازار کې باید له مشتري سره د ګډ کار زمينه برابره شي.

هغه زیاته کړه، زموږ اقدامات پانګوالو، سوداګرو او خصوصي سکتور  ته دا ډاډ ورکوي چې د هغوی تولیدات نه ضایع کېږي او د  ودې  او د لا ډېرو افغاني صادراتو زمینې به ورته برابرې شي.

ولسمشر د کرنې ارزښت ته اشاره وکړه وې ویل، په کرنه کې ثبات نغښتی دی، تر هغې چې کرنه وده ونه کړي، ثبات منځته نه راځي او باید هڅه وشي تر څو زموږ د بڼوالو او کروندګرو په ژوند کې مثبت تغییرات راشي.

اشرف غني، سوداګري او پانګوالي ملي رسالت وباله او وې ویل، دا د بې بې خدیجې او زموږ د پیغمبر کسب وو چې هم دنیوي او هم اخروي ګټې لري.

د هېواد جمهوررئیس د ګمرک او حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د محصولاتو د صادراتو په برخه کې د خصوصي سکتور ستونزې وارزوي او په دوه اونیو کې دې خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

ده څرګنده کړه، نن ورځ د دې ښکارندویي کوي، هغه څوک چې په افغانستان حمله کوي، باید پوه شي  چې زموږ اراده نه شي کمزورې کولی. څوک چې د دوست په توګه  افغانستان ته راځي، زموږ غېږه ورته پرانیستې ده او که څوک د دښمن په توګه راشي، نو ګور ته به لاړ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement