کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٦): د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د عاجل انکشافي او اقتصادي پلان په اړه د بحث په موخه د تمویلوونکو هېوادونو د استازو په حضور غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې ځینړ غړو، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست، د جمهوري ریاست ځینو سلاکارانو او د کابل برنامې د تمویلوونکو یو شمېر هېوادونو استازو هم حضور درلود، د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان د پیشنهادي طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه ټینګار وشو چې د پروژو د تطبیق لپاره دې عاجل اقدام وشي تر څو پایلې ژر ترلاسه شي.
د پایتخت زون انکشاف خپلواکې ادارې رئیس الهام عمر هوتکي د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان د تطبیق لپاره ۱۵ وړاندیزونه تشریح او غونډې ته وړاندې کړل.
د کابل ښار انکشافي پلان کې مطرح شویو وړاندیزونو کې د کابل سیند پاک کاري، کابل کې د ۱۰۰ ښوونځیو او کلینیکونو جوړول، د ښځو توانمند کول، د اوبو د وېش او تنظیم مدیریت او د ښځو لپاره د مارکېټ انسجام شامل دي چې له سل زره څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
د پایتخت زون انکشاف خپلواکې ادارې رئیس زیاته کړه، د کابل لپاره د انکشافي او اقتصادي پلان موخه دا ده چې د کابل ښار اړتیاوې پوره، زیاتو خلکو ته د اشتغال او کابل ښاریانو ته د انکشاف ښه راتلونکی برابر کړي.
ولسمشر غني د کابل ښار لپاره عاجل انکشافي او اقتصادي پلان مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دې پروژو په تطبیق سره خلکو ته د کار او اشتغال زمینه برابرېږي.
هغه لارښوونه وکړه چې د کابل انکشافي او اقتصادي پلان د زیات تحرک او انګېزې د ایجاد په موخه دې په تعقیبي غونډو کې هر اړخیزې خبرې وشي.
په دې غونډه کې د کابل برنامې تمویلوونکو هېوادونو استازو د کابل ښار انکشافي او اقتصادي پلان هرکلی وکړ او له دې پلان څخه د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ یې وویل، موږ به په یاد پلان زیات غور وکړو او په دې برخه کې به د همکارۍ زمینې لټوو.
د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پروګرام تمویلونکو زیاته کړه، یاد پلان باید هر اړخیز وي چې د هغه په تطبیق سره د ښځو او بې وزلو په ګډون بېلابېل اقشار ور څخه ګټه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن