د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

والي : پکتیکا کې دوه زره ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې

والي : پکتیکا کې دوه زره ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې

Jun 19, 2017 - 16:47

ښرنه(پژواک،٢٩غبرګولى٩٦): د پکتیکا والي وایي چې په تېر یو کال کې د دې ولايت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا دوه زره ځوانانو ته کاري زمينه برابره شوې او په دندو ګومارل شوي دي.

د پکتيکا والي الياس وحدت دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په دې ولايت کې له ۲۷۹ تنو ښوونکو څخه د ازموینې اخیستو پرمهال وکړې.

وحدت وويل چې د خپل ماموريت له پيله يې ډېره هڅه کړې ترڅو د دې ولايت ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

ده وويل: (( زما او د نورو همکارانو د هلو ځلو په ترڅ کې په تېر يو کال کې مو نږدې دوه زره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې چې اوس يې کورنۍ ډيرې اقتصادي ستونزې نه لري.))

دغه راز په دې غونډه کې د پکتیکا د پوهنې رئیس محمد نسیم واجد وويل چې ۳۱۵ تنو نوم لیکنه کړې وه ، خو يواځې  ۲۷۹ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ.

واجد وایي، په یاده ازموینه کې ۱۸۵ تنه دوولسم پاس، ۷۲ لېسانس او ۲۲ تنه یې له څوارلسم ټولګي فارغ دي چې تر ازموینې وروسته به په خپلو برخو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.

دغه راز د ازموينې يو تن ګډونوال موسى پژواک ته وويل ، که وکولاى شي په ازموينه کې بريالي شي او د ښوونکي په توګه وګومارل شي نو ورته د خوښۍ ځاى دى.

هغه وايي: (( استادي مقدسه وظيفه ده او زه هم غواړم چې استاد شم.))

تر دې وړاندې هم په پکتيکا کې له يو شمېر کسانو څخه د ښوونکي کېدو ازموينه اخيستل شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement