د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې يادې جرګې ته د نوې امنيتي ستراتېژۍ پر ورلېږلو ټينګار وکړ

ولسي جرګې يادې جرګې ته د نوې امنيتي ستراتېژۍ پر ورلېږلو ټينګار وکړ

Jun 19, 2017 - 17:51

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسي جرګې، کندوز کې پر يوې اووه کلنې ماشومې د جنسي تېري عاملينو د ډاګيزې محاکمې، کابل کې د تحصن خېمې د لرې کولو، جرګې ته د امنيتي ستراتېژۍ د لېږلو او د ولسمشر له لوري د جرګې د مصوبو د لاسليک غوښتنه وکړه.

د راپورونو پر بنسټ، د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يوه اووه کلنه ماشومه د ځينو کسانو له لوري وتښتول شوه، چې پوليسو يې مړى دوه ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې له يوې بوجۍ ترلاسه کړ.

د کندوز امنيتي چارواکي وايي، د عدلي طب پايلې ښيي چې لومړى پر يادې ماشومې جنسي تېرى شوى او له هغه وروسته بيا وژل شوې ده. د دوى په وينا، د يادې قضيې په تړاو درې کسان نيول شوي دي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو په نننۍ ناسته کې دغه عمل په سختو ټکو وغانده او ويې ويل، چې د يادې پېښې عاملين بايد په داګيزه توګه محاکمه شي.

ياده جرګه کې د پروان استازي عبدالستار خواصي وويل، چې د يادې پېښې عاملينو پر خپل جرم اعتراف کړى، چې له يوې مياشتې په کمه موده کې يې بايد دوسيه نهايي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړل شي.

ياده جرګه کې د کندوز استازي عبدالودود پيمان هم په ورته نظر درلودو سره وويل: "ترڅو چې په هېواد کې شرعي حدود جاري نه شي او قاتلين قصاص نه شي؛ هېواد کې به دا ډول جنايتونه هره ورځ تکرار شي."

هغه زياته کړه، چې په وروستيو دوه اونۍ کې په ياد ولايت کې يوولس کسان په مرموز ډول ترور شوي او څلور نور تښتول شوي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، پر يادې اووه کلنې ماشومې تجاوز او د هغې وژنه يو جنايت وباله او له حکومت يې غوښتنه وکړه، څو له يوې مياشتې په کمه موده کې بايد دغه دوسيه نهايي او عاملينو ته يې په ډاګيزه محکمه کې سخته سزا واوروي.

د تحصن خېمه

د روان کال د غبرګولي په لسمه نېټه، د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کې د موټربم چاودنې، د لاريون ترسره کولو، د يوه وژل شوي لاريون کوونکي په جنازه کې د چاودنو له امله ١٦٤ کسان ووژل شول او شا وخوا ٥٠٠ نور ټپيان شول.

له دغو بريدونو وروسته لاريون کوونکو د کابل  ښار په بېلابېلو سيمو کې د تحصن ٩ خېمې ودرولې او د ولسمشر، اجراييه مشر او د يو شمېر نورو امنيتي چارواکو د ګوښه کولو او د يادو پېښو د عاملينو د مجازاتو غوښتونکي شول، خو له دغو خېمو يې اوسمهال يوازې د زنبق په څلورلارې کې يوه خېمه پاتې ده.

ولسي جرګه کې د پکتيا استازي نادرخان کټوازي وويل: "موږ نه پوهېږو چې تر اوسه ولې د تحصن خېمه نه ده لرې شوې، د ولسي جرګې په دنده ګومارل شوي پلاوي خپل کارونه پيل کړي او تر يوه حده د دوى غوښتنو ته لاسرسى هم شوى دى."

دغه راز په ياده جرګه کې د هرات استازي خليل احمد شهيد هم له معترضينو غوښتنه وکړه، څو د روژې مبارکې مياشت ته په درناوي سره درول شوې خېمه لرې کړي، ځکه له امله يې لارې تړل شوې او عامه خلکو، سوداګرو او ان د ايمرجنسي روغتون ته يې هم سرخوږى پيدا کړى دى.

دغه راز د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د يادې خېمې د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې مشر هم يو ځل بيا له معترضينو غوښتنه وکړه، څو د روژې مبارزې مياشتې او کوچني اختر ته په درناوي سره د تحصن خېمه لرې کړي او يا يې هم داسې يوې سيمې ته ولېږدوي، چې خلکو ته سرخوږى جوړ نه کړي.

ابراهيمي زياته کړه، چې ولسي جرګې د معترضينو د غوښتنو په اړه يوه مصوبه تصويب کړې، چې په دنده ګومارل شوى پلاوى يې تعقيب او ترې څارنه کوي.

امنيتي وضعيت

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه شکايت وکړ او ويې ويل، چې حکومت بايد د دولت د وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول ننګرهار کې د داعش پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي وويل: "خلک د ترهګريزو ډلو له کړنو په تنګ شوي او اوس د دې وخت رارسېدلې، څو ملت د افغانانو د دښمنانو پر وړاندې راپورته شي، له حکومت او نړيوالې ټولنې غواړو، چې په خپلې نوې سټراټېژۍ سره ملت منسجم او د دې خاورې دښمنان که تر هر نامه لاندې وي؛ له منځه يوسي او وځپي."

هغه له حکومت غوښتنه وکړه، څو د تورې  بورې سيمې د ساتلو لپاره، چې پرون د داعش ډلې له موجوديت پاکه شوې؛ اړين ګامونه پورته کړي او ننګرهار په نورو سيمو کې هم د داعش له منځه وړلو لپاره ګام پورته کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم د هېواد امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او له حکومت يې غوښتنه وکړه، څو ژر تر ژره داسې يوه سټراټېژي په پام کې ونيسي، چې د هېواد اوسني وضعيت ته ځواب ووايي او بيا يې د تصويب په موخه جرګې ته راولېږي.

د ملي شورا مصوبې

ياده جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي وويل، چې د يادې جرګې يو شمېر مصوبې د توشېح په موخه ولسمشر ته لېږل شوې، خو تر اوسه پورې نه دي توشېح شوې.

د ولسي جرګې مشر هم وويل، چې جرګې ولسمشر ته د توشېح په موخه ١٤ مصوبې لېږلې او ولسمشر دغه مصوبې په داسې حال کې نه دي توشېح کړې، چې قانوني نېټه يې هم د بشپړېدو په حال کې ده.

د اساسي قانون د ٩٤ مادې په دويم بند کې هم راغلي: "که چېرې ولسمشر د ملي شورا له مصوبې سره هوکړه ونه لري، کولى شي چې د وړاندې کولو تاريخ د پنځلسو ورځو په ترڅ کې يې د دليلونو په ذکر کولو سره بيرته ولسي جرګې ته ولېږي. د يادې مودې په تېرېدو سره او يا که چېرې يې ولسي يو ځل بيا د ټولو غړو په دوه ثلثه رايو سره تصويب کړي، مصوبه توشېح ګڼل کېږي او بايد نافذه شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement