ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې يادې جرګې ته د نوې امنيتي ستراتېژۍ پر ورلېږلو ټينګار وکړ

ولسي جرګې يادې جرګې ته د نوې امنيتي ستراتېژۍ پر ورلېږلو ټينګار وکړ

author avatar
19 Jun 2017 - 17:51
ولسي جرګې يادې جرګې ته د نوې امنيتي ستراتېژۍ پر ورلېږلو ټينګار وکړ
author avatar
19 Jun 2017 - 17:51

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسي جرګې، کندوز کې پر يوې اووه کلنې ماشومې د جنسي تېري عاملينو د ډاګيزې محاکمې، کابل کې د تحصن خېمې د لرې کولو، جرګې ته د امنيتي ستراتېژۍ د لېږلو او د ولسمشر له لوري د جرګې د مصوبو د لاسليک غوښتنه وکړه.

د راپورونو پر بنسټ، د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يوه اووه کلنه ماشومه د ځينو کسانو له لوري وتښتول شوه، چې پوليسو يې مړى دوه ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې له يوې بوجۍ ترلاسه کړ.

د کندوز امنيتي چارواکي وايي، د عدلي طب پايلې ښيي چې لومړى پر يادې ماشومې جنسي تېرى شوى او له هغه وروسته بيا وژل شوې ده. د دوى په وينا، د يادې قضيې په تړاو درې کسان نيول شوي دي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو په نننۍ ناسته کې دغه عمل په سختو ټکو وغانده او ويې ويل، چې د يادې پېښې عاملين بايد په داګيزه توګه محاکمه شي.

ياده جرګه کې د پروان استازي عبدالستار خواصي وويل، چې د يادې پېښې عاملينو پر خپل جرم اعتراف کړى، چې له يوې مياشتې په کمه موده کې يې بايد دوسيه نهايي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړل شي.

ياده جرګه کې د کندوز استازي عبدالودود پيمان هم په ورته نظر درلودو سره وويل: "ترڅو چې په هېواد کې شرعي حدود جاري نه شي او قاتلين قصاص نه شي؛ هېواد کې به دا ډول جنايتونه هره ورځ تکرار شي."

هغه زياته کړه، چې په وروستيو دوه اونۍ کې په ياد ولايت کې يوولس کسان په مرموز ډول ترور شوي او څلور نور تښتول شوي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، پر يادې اووه کلنې ماشومې تجاوز او د هغې وژنه يو جنايت وباله او له حکومت يې غوښتنه وکړه، څو له يوې مياشتې په کمه موده کې بايد دغه دوسيه نهايي او عاملينو ته يې په ډاګيزه محکمه کې سخته سزا واوروي.

د تحصن خېمه

د روان کال د غبرګولي په لسمه نېټه، د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کې د موټربم چاودنې، د لاريون ترسره کولو، د يوه وژل شوي لاريون کوونکي په جنازه کې د چاودنو له امله ١٦٤ کسان ووژل شول او شا وخوا ٥٠٠ نور ټپيان شول.

له دغو بريدونو وروسته لاريون کوونکو د کابل  ښار په بېلابېلو سيمو کې د تحصن ٩ خېمې ودرولې او د ولسمشر، اجراييه مشر او د يو شمېر نورو امنيتي چارواکو د ګوښه کولو او د يادو پېښو د عاملينو د مجازاتو غوښتونکي شول، خو له دغو خېمو يې اوسمهال يوازې د زنبق په څلورلارې کې يوه خېمه پاتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.