چاريکار(پژواک، ٣٠غبرګولى ٩٦): د وسله والو مخالفينو په بريد کې د پروان ولايت د بګرام هوايي ډګر اته افغان ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د پروان د امنيتي ځواکونو د هغمږۍ مرکز مشر ډګروال الوزي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو شوو ساتونکو موټر تېره شپه لس بجې د بګرام ولسوالۍ په شاکاه سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له بريد سره مخ شو.
د پروان ولايتي شورا منشي شمس الحق شيخاني د خبر د پخلي ترڅنګ وايي چې ياد شوي ساتونکي د بګرام د صوفي بابا سيمې اوسېدونکي وو او کور ته د تګ پرمهال ورباندې بريد وشو.
هغه وويل چې ياد شوي ٩ کسان د (ريد) په نامه بهرنۍ کمپنۍ کارکوونکي وو چې په بګرام هوايي ډګر کې يې کار کاوه.
د پروان د ملکي روغتون سر طبيب عبدالقاسم وايي د ياد شوو اتو کسانو مړي او دوه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
ددى بريد مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دۍ .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن