کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦): پوليسو د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې يو تن چې پر بهرنيو ځواکونو يې د ځانمرګي بريد هوډ درلود، نيولى دى.
د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمى وايي چې دغه تن نن له غرمې مخکې په شاوخوا نهه نيمو بجو د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه نيول شوى دى.
د هغه په وينا، له نيول شوي تن څخه د ځانمرګي بريد واسکټ او دوه لاسي بمونه تر لاسه شوي دي.
زلمي وويل چې نيول شوى تن د لغمان ولايت اوسېدونکى دى او ١٦ کاله عمر لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن