ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې بل هندي داعش ځوان وژل شوى

په افغانستان کې بل هندي داعش ځوان وژل شوى

author avatar
20 Jun 2017 - 14:39
په افغانستان کې بل هندي داعش ځوان وژل شوى
author avatar
20 Jun 2017 - 14:39

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦) : په افغانستان کې د داعش له ليکو سره يو ځاى شوى هندي ځوان په وروستيو عملياتو کې وژل شوى دى.

هندي رسنيو د غبرګولي په ٣٠مه، خبر ورکړى چې دغه ځوان شاجير محمد عبدالله نومېده او د کيرالا ښار اوسېدونکى و.

سرچينې زياته کړې چې د شاجير د جسد انځور له يوه ليکلي پيغام سره د هغه بل ملګري عبدالرحمن ته په موبايل  لېږل شوى و.

په دې پيغام کې راغلي، شاجير په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

خو په ياد پيغام کې د شاجير د وژل کېدو کره نېټه او ځاى نه دى په ډاګه شوى.

هندي رسنيو خبر ورکړى، شاجير له انجنيري پوهنځي څخه فارغ او بيا عربي هېوادونو ته د کار په موخه تللى و.

د هندوستان حکومت تر اوسه په  رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له تېرکال راهيسې د هندوستان له کيرالا ښار څخه ٢١ مسلمان ځوانان نادرکه شوي وو، چې ويل کېږي د عربي هېوادونو او ايران له لارې په افغانستان کې له داعش سره يو ځاى شوي دي.

تېره مياشت چې امريکايي ځواکونو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بمونو مور غورځولې وه، د ملي امنيت سرچينو ويلي وو چې په دې کې ١٣ هندي داعشيان هم وژل شوي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.