کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦) : په افغانستان کې د داعش له ليکو سره يو ځاى شوى هندي ځوان په وروستيو عملياتو کې وژل شوى دى.
هندي رسنيو د غبرګولي په ٣٠مه، خبر ورکړى چې دغه ځوان شاجير محمد عبدالله نومېده او د کيرالا ښار اوسېدونکى و.
سرچينې زياته کړې چې د شاجير د جسد انځور له يوه ليکلي پيغام سره د هغه بل ملګري عبدالرحمن ته په موبايل لېږل شوى و.
په دې پيغام کې راغلي، شاجير په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.
خو په ياد پيغام کې د شاجير د وژل کېدو کره نېټه او ځاى نه دى په ډاګه شوى.
هندي رسنيو خبر ورکړى، شاجير له انجنيري پوهنځي څخه فارغ او بيا عربي هېوادونو ته د کار په موخه تللى و.
د هندوستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې له تېرکال راهيسې د هندوستان له کيرالا ښار څخه ٢١ مسلمان ځوانان نادرکه شوي وو، چې ويل کېږي د عربي هېوادونو او ايران له لارې په افغانستان کې له داعش سره يو ځاى شوي دي.
تېره مياشت چې امريکايي ځواکونو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بمونو مور غورځولې وه، د ملي امنيت سرچينو ويلي وو چې په دې کې ١٣ هندي داعشيان هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن