د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جلال اباد کې چاودنې د محکمې يو قاضي وواژه

په جلال اباد کې چاودنې د محکمې يو قاضي وواژه

Jun 20, 2017 - 11:01

جلال اباد (پژواک،۳۰ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د مقناطيسي ماين چاودنې له امله د استېناف محکمې يو قاضي ووژل شو .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د جلال اباد ښار څلورم ماموريت اړونده د شيشم باغ په سيمه کې د محکمې د قاضي پر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه چاودنه د قاضي پر شخصي موټر شوې، مقناطيسي ماين چاودنې له امله د  شېرالرحمن په نوم قاضي وژل شوی، دوه وروڼه يې او يو ملکي لاروی ټپيان شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل وايي چې د چاودنې له ځايه دوی ته دوه تنه په ټپي حالت کې راوړل شوي چې وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د پېښې يو عيني شاهد وسيم الله پژواک اژانس ته وويل، په چاودنه کې د وژل شوي قاضي موټر هم ويجاړ شوی او سيمه کې يې څلور کسان ليدلي چې مړه او ټپيان وو.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan