شبرغان (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د ياد ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د درنې مرګ ژوبلې په ورکولو سره شاتګ کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو پرون د يادې ولسوالۍ د نيولو خبره کړې وه.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، پرون شپه لس بجې امنيتي ځواکونو د يوه ستر بريد په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د کلابندۍ ليکې ماتې کړې او هغوى ته يې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړه: "د دواړو لوريو ترمنځ نښته کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او اوسمهال جګړه د ولسوالۍ شمال ختيځ لوري په څلور کيلومترۍ کې د المغل او ايلخاني کليو کې د امنيتي ځواکواو وسله والو مخالفينو ترمنځ روانه ده."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ياده جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، څرګنده کړه چې اوسمهال امنيتي چارواکي د خپلو پوستو پر ټينګولو بوخت دي، چې په دغو عملياتو کې ورسره هوايي ځواک هم مرسته کوي.
خو د درزاب ولسوالۍ مرکز يوه اوسېدونکي عبدالرسول وويل، وسله وال طالبان پرون شپه ولسوالۍ ته داخل شوي وو او د ولسوالۍ اداره يې نيولې وه او وسله والو طالبانو دغه راز له ځانه سره څلور سرتېري هم بېولي دي.
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ مرکز اوسمهال خالي دى او څوک په کې شتون نه لري او د ملي پوځ، سيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو ځواکونه چې د ولسوالۍ څنډو ته په شا کړل شوي وو، اوس يو ځلې بيا سره منظم شوي او طالبان يې له سيمې شړلي دي.
خو عبدالرسول زياته کړه، چې د داعش ډلې کسان تر اوسه المغل او ايلخاني کليو کې شتون لري او پر امنيتي ځواکونو د بريد چمتووالى نيسي او په درزاب ولسوالۍ کې له شپږو مياشتو راهيسې خال-خال جګړه دوام لري او هيڅوک هم د دغې ولسوالۍ د مظلومو خلکو غږ نه اوري.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد له پژواک سره په لنډه ټيلېفوني اړيکه کې وويل: "موږ په چندان ښه وضعيت کې نه يو، د وضعيت په اړه به په راتلونکي کې خبرې وکړو."
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد په يوه پيغام کې ويلي، چې طالبانو د درزاب ولسوالۍ نيولې او شا وخوا ٦٠ امنيتي ځواکونه هم له طالبانو سره يوځاى شوي دي.
نوموړي په دغه پيغام کې د دريو طالبانو له وژل کېدو او شپږو نورو له ټپي کېدو خبر منلى او وايي، چې په دغه نښته کې يې ١٧ امنيتي سرتېري نيولي او دغه راز د ولسوالۍ ډېر شمېر مهمات او وسلې هم د طالبانو لاسونو ته غورځېدلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن