ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان که د طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال ووژل شو

جوزجان که د طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال ووژل شو

author avatar
22 Jun 2017 - 18:18
جوزجان که د طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال ووژل شو
author avatar
22 Jun 2017 - 18:18

شبرغان (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نيټه ٩٦): جوزجان کې امنيتي چارواکي وايي چې د طالبانو له لوري د دې ولايت درزاب ولسوالۍ لپاره نومول شو‌ى ولسوال د نوموړي د ساتونکي له لوري د هغه له پنځو ساتونکو سره ووژل شو.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې قاري امان د شمس الله په نوم ډله کې فعاليت درلود او د دې ډلې له خطرناکو کسانو څخه ګڼل کېده.

دى وايي: "قاري امان نن سهار د درزاب قزل قشلاق کلي کې هغه مهال چې د خپلو کارونو ترسره کولو لپاره روان و، د خپل ساتونکي له لوري ووژل شو او د ياد ډلمشر پنځه ملګري هم ورسره وژل شوي دي."

خاشي زياته کړه، تر اوسه څرګنده نه ده چې ساتونکي يې د کوم دليل له امله نوموړى وژلى دى.

د سيمې اوسېدونکى عبدالجليل وايي چې څه موده وړاندې د قاري حکمت ډلې يو تن چې جوزجان کې يې د داعش ډلې مسووليت په غاړه و، قاري امان ته تسليم شوى و.

نوموړي د دې مطلب په بيانولو سره چې تسليم شوى تن د قاري امان خپل و، وويل چې قاري امان تسليم شوى تن له څه مودې وروسته د خپل ساتونکي په توګه  وټاکه او ياد تن نن سهارهغه مهال قاري امان او د نوموړي همکاران ووژل چې د غونډۍ په سر د خپلو همقطارانو ليدو ته په لار و.

نوموړي زياته کړه: "د هغه له پنځو ساتونکو يو يې ټپي شو او د پېښې څرنګوالى يې خپلو همکارانو ته بيان کړ او د قاري امان له وژنې وروسته د پېښې عامل تښتېدلى دى.""

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي: "د دې پېښې په اړه کوم خبر نه دى را رسېدلى او موږ د قاري امان په نوم د طالبانو تشکيل کې څوک نه درلود او که بيا هم داسې څه پېښ شوي وي، په اړه يې څېړنه کوو او جريان به وروسته له رسنيو سره شريک کړو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.