کابل (پژواک،۲ چنګاښ ۹۶): د مدني ټولنو يوشمېر غړي په هېواد کې د امنيو پر زياتوالي د اندېښنې ښودو ترڅنګ وايي چې د کابل د وروستيو پېښو د څېړلو لپاره دې يو کمېسيون وټاکل شي .
په کابل ښار کې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د ټانکر د چاودنې، بيا ورپسې د لاريون پرمهال تاوتريخوالى او د يوه وژل شوي لاريون کوونکي په جنازه کې پر له پسې ځانمرګو بريدونو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .
يوشمېر کسانو د عدالت غوښتنې په نامه د کابل ښار په مرکزي څلورو لارو کې د تحصن خېمې ووهلې ، چې ښاريان يې د تګ او راتګ له زياتو ستونزو سره مخ کړل چې بيا يوڅو خېمې د خبرو له لارې او يوه وروستۍ خېمه درې ورځې مخکې د امنيتي ځواکونو لخوا لرې شوه .
د عدلت اجتماعي په نوم د يوه بنسټ غړي نن کابل کې د خبرو پرمهال په يوه ناسته کې وويل چې حکومت دې د کابل ښار وروستۍ ټولې پېښې په بې پلوۍ او په ښکاره توګه وڅېړي او هغه کسان چې په دې پېښو کې لاس ولري د قانون منګلو ته وسپاري .
هغه وويل (( د دولت دند د خلکو د سر، مال او حيثيت ټينګښت دى ، خو دولت حق نه لري چې لاريون کوونکي مړه او ټپيان کړي .))
دغه تن په نظام کې د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه وکړه .
د ذکي په نامه يوه بل مدني فعالان وويل چې د ناامينو دوام د اندېښنې وړ ده او خلک هره ورځ د ناامنيو قرباني کيږي .
ده وويل چې حکومت د خلکو امنيت او حقوقو ته پاملرنه نه کوي او خلک له حکومت څخه ناخوښه دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن