ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هغه مسوولين به مجازات شي، چې د لښکرګاه په بريد کې يې غفلت کړى”

“هغه مسوولين به مجازات شي، چې د لښکرګاه په بريد کې يې غفلت کړى”

author avatar
24 Jun 2017 - 15:50
“هغه مسوولين به مجازات شي، چې د لښکرګاه په بريد کې يې غفلت کړى”
author avatar
24 Jun 2017 - 15:50

لښکرګاه (پژواک ۳چنګا ښ۹۶) د هلمند والي حیات الله حیات وايي، هغه مسوولين به  په يوه اونۍ کې ونيول شي چې د کابل بانک په پېښه کې يې غفلت کړی دی.

درې ورځې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابل بانک پر څانګې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې نږدې ١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د هلمند والي حيات الله حيات د چنګاښ په ٣مه، د ولايتي شورا او نظامي مسوولينو سره په غونډه کې وويل، هغه مسوولين به مجازات شي، چې د دغه بريد په مخنيوي کې يې غفلت کړى دى.

هغه زياته کړه: ((په  دې اړه ملي  امنيت امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړى و، چې د پېښې مخه ونيسي، خو نه يواځې چې مخه  يې ونه  نیول شوه، بلکې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله هم واوښته.))

والي وايي، په ياده پېښه کې ٩٥ سلنه مرګ ژوبله د نظاميانو ده، نظامي مسوولين پړه دي، ځکه اوه مياشتې مخکې پرېکړه شوې وه، چې سرتېري به د خپلو اړوندو ارګانونو د کابل بانک په څانګو کې معاشونه اخلي.

حيات وويل، په راتلونکې يوه اونۍ کې به ټاکل شوی پلاوی دا په ډاګه کې چې په دې کې څوک پړ دی او بيا به هغه ته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

په هلمند کې د کابل بانک ولایتي مسوول تيمورشاه خان وويل، دوى د هلمند په ټولو ارګانونو کې څانګې لري او په راتلونکې کې نورې هم جوړوي.

خو هغه زياته کړه، لښکرګاه کې د نظاميانو لپاره په قوماندانۍ کې اسانتياوې لري، چې د پرېکړې له مخې به يې برېښنا او امنيت اړونده ارګان برابروي، خو امنيه قوماندانۍ دا کار نه کوي او وايي چې تېل نه لري، ځکه هلته کار نه شي کولى.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسوول بشير احمد شاکر وويل، په ياده پېښه کې ٣٥ تنه ووژل شول او ٦٠ نور ټپيان دي، دوى د سل لېتره تېلو د سپما قربانيان شول.

د هغه په وينا، که چېرې قوماندانۍ کابل بانک څانګې ته تېل ورکړي واى، نو دا کار به نه کېده.

نوموړي ګواښ وکړ، که چېرې امنيه قوماندان په يوه اونۍ کې لرې او محاکمه نه شي؛ نو د هلمند خلک به يې په زوره لرې کړي.

د ملي امنيت مرستيال ډګروال ميرحمزه  خدمتګار وويل، دوى له دې بريده مخکې امنيتي راپور ولايت ته ورکړى و، خو پوليسو ناغيړي کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.