ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شفيع الله: اختر به هلته خوشحالي درلوده چې پلار مې ژوندى واى

شفيع الله: اختر به هلته خوشحالي درلوده چې پلار مې ژوندى واى

author avatar
25 Jun 2017 - 10:26
شفيع الله: اختر به هلته خوشحالي درلوده چې پلار مې ژوندى واى
author avatar
25 Jun 2017 - 10:26

 فراه(پژواک،دچنګاښ ٤مه،٩٦): يوولس کلن شفيع الله په فراه ولايت کې يو هغه يتيم ماشوم دى چې وايي د ٩ کسيزې کورنۍ مسووليت پرې دومره دروند دى چې ځينې وخت ژاړي.

 دغه ماشوم چې د فراه ښار په پنځمه ناحيه کې له مور، تر ځان له پنځو مشرو خويندو او دوو وړوکو وروڼو سره په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، کابو څلور کاله مخکې د پلار له مهربانۍ څخه بې برخې دى.

 شفيع الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې پلار يې هره ورځ کار کاوه او يوه ورځ چې غوښتل يې کور ته يې له نانوايي څخه ډوډۍ راوړي، موټر سايکل يې پر خښ کړاى شوي ماين ور برابر او ووژل شو.

شفيع الله د فراه د مرکز د" قعله ارباب" سيمې د ښوونځي د څلورم ټولګي زده کونکى دى او د ښوونځي له وخت وروسته، د فراه ښار، د معاملاتو په يوه دفتر کې د ٢٥٠٠ افغانيو مياشتني معاش په بدل کې د ملازم په توګه کار کوي.

هغه زياتوي:" له ٢٥٠٠ افغانيو څخه اته سوه افغانۍ د کور کرايه ورکوم، پاتې پيسې مې مور ته ورکوم تر څو هغه د مياشتې تر پايه د کور لپاره ولګوي."

نوموړي وويل چې په دې ٢٥٠٠ افغانيو يې د کور اړتياوې نه پوره کېږي؛ خو ځينې خلک هم له دوى سره مالي مرسته کوي تر څو د کورنۍ کمې اړتياوې يې پوره شي.

شفيع الله چې له خپلو همځولو هلکانو سره د لوبو او تفريح لپاره وخت نلري، تاند او ټينګ عزم هلک شکاري.

 هغه سره له دې د ماشوم توب په عمر کې يې د يوې کورنۍ د مسووليت دروند پېټى ورپه غاړه دى او د هغه د کورنۍ اقتصادي ستونزې هم تر دې کچې دي چې په يوه داسې کور کې ژوند کوي چې ورونه او کړکۍ نه لري، خوخپل همت يې له لاسه نه دى ورکړى او وايي چې کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه با احساسه ماشوم وايي چې د ځان په فکر کې نه دى؛ اما هيله لري چې مور ، خويندې او يتيم وروڼه يې تل په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې خوشحاله وويني.

 هغه زياتوي چې په ٢٥٠٠ افغانيو سره د کورنۍ د اړتياوو پوره کول په ځانګړې توګه د اختر چمتوالى لکه جامې او ميوې رانيول سخت کار دى؛ خو د خير غواړو خلکو په مرستې سره خپلو وروڼو او خويندو ته د اختر لپاره جامې او يوه اندازه ميوه برابره کړې ده.

 

 شفيع الله چې اوښکې يې په سترګو کې ډنډ شوې وويل، د پلار نه شتون يې دى او کورنۍ نه پرېږدي چې خوشحاله و اوسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.