ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويس الدين: اختر د غريبانو لپاره نه دى

ويس الدين: اختر د غريبانو لپاره نه دى

author avatar
25 Jun 2017 - 10:34
ويس الدين: اختر د غريبانو لپاره نه دى
author avatar
25 Jun 2017 - 10:34

کندوز (پژواک ، دچنګاښ ٤مه ، ٩٦): د کندوز ولايت اوسېدونکى ١٥ کلن ويس الدين چې پلار يې د هلمند جګړو کې وژل شوى، وايي چې ستونزمن ژوند تېروي او په داسې ورځو کې ورته اختر څه معنا نه لري.

دغه ځوان چې په کندوز ښار کې کراچۍ چلوي او پلار يې دوه کاله مخکې د هلمند ولايت باباجي سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره جګړه کې وژل شوى دی.

نوموړي وويل: ((د پلار شهادت راته سخته دردوونکې پېښه ده، د پلار له مرګ وروسته له ستونزو ډک ژوند تېروم.))

نوموړى له خپلې مور، دوو وروڼو او دوو خويندو سره د کندوز ښار لومړۍ ناحيې اړوند ساحې په يوه زاړه کور کې ژوند کوي، له حکومت او سوداګرو نه مرسته غواړي.

نوموړي وويل: ((اختر دى،  وروڼه او دوې خويندې مې جامې غواړي، خو دا چې يوه مړۍ ډوډۍ هم په ستونزمن ډول پيدا کوم، کورنۍ ته اختريزې جامې او مېوې نه شم پېرلى، په همدې خاطر اختر زموږ بېوزلو لپاره څه معنا نه لري.))

هغه وايي: ((خويندې او وروڼه مې چې بهر ته ځي، ګاونډي ماشومان ويني او غوښتنه کوي چې موږ ته هم اختريزې جامې واخلئ، خو زه يوه دوه ټايره کراچي لرم، په ډېر ستونزمن ډول د کورنۍ خواړه او ډوډۍ پيدا کوم، د جامو اخيستلو توان يې نه لرم، که چېرې مې پلار ژوندى واى، اوس به مې درس وايه، خو خداى پاک رانه واخيست.))

د ويس الدين مور شفيقې په ژړغوني انداز وويل: ((همدا چې خبره شوم، خاوند مې شهيد شوى، سر مې وګرځېد، څو ساعته بې هوښه وم، ډېره سخته شېبه وه، له مرګ وروسته يې راته ژوند سخت ستونزمن شوى، په بد وضعيت کې يم.))

نوموړې وايي چې زوى يې (١٥کلن ويس الدين) په کندوز ښار کې کراچۍ لري، هره ورځ تر ١٠٠ پورې افغانۍ پيدا کوي، په دې پيسو يوازې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کولى شي، په اختر کې يې نورو ماشومانو ته څه نه دي پېرلي، له دولته غواړي چې له دوى سره مرسته وکړي.

دا مېرمن وايي، هغه ورځې چې خاوند يې وژل شوى، دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او تر اوسه پورې هېچا هم ورسره مرسته نه ده کړې.

د يادې کورنۍ يوه بل ماشوم اته کلن عتيق هم بې پلارتوب له امله سخت ځورېدلى، تل پلار غواړي او وايي: ((مور ته مې وويل چې موږ ته جامې واخله، راته ويې ويل چې زه مو نس نه شم مړولى، جامې به څنګه درته واخلم، ما هم نورې يادې نه کړې.))

د کار او ټولنيزو چارو وزارت ويلي چې د ١٣٩٣ کال د سروې له مخې، شاوخوا ٢.٧ميليونه ماشومان په افغانستان کې په کار بوخت دي چې له دې ډلې يې ١.٢ ميليونه هغه ماشومان دي چې درانه کارونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.