جلال اباد (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٦): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې یو ځانمرګی د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن (د کوچني اختر لومړۍ ورځ) له غرمې مخکې د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۵مې ویالې سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، یاد ځانمرګي غوښتل چې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه وکړي خو موخې له رسېدو مخکې په خپله چاودنه کې ووژل شو.
د خوږیاڼي په خبره، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن