فراه( پژواک،٧چنګاښ ٩٦): د فراه ولايت په مرکز کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله نن سهار دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د فراه ښار د"قریه مهاجر اباد"-هوايي ډګر پر سړک ترسره شوې.
نوموړي زياته کړه چې په دغه چاودنه کې رېنجر موټر تخريب شوى دى.
هغه وويل چې دپېښې ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن