د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه کې د شنو خونو د کښت عايد ٢٢ ميليون ډالره اټکل شوي

کرنه

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

فراه کې د شنو خونو د کښت عايد ٢٢ ميليون ډالره اټکل شوي

Jun 29, 2017 - 10:37

فراه (پژواک، ٨چنګاښ ٩٦): سږ کال فراه کې د شنو خونو د کښت د پسرلي موسم عوايد، شا وخوا ٢٢ ميليون ډالره اټکل شوي، چې د تېرو دوه کلونو د عوايدو په پرتله شا وخوا ٤٥ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

د فراه ولايت په شنو خونو کې ٩٠ سلنه بادرنګ او شاوخوا لس سلنه رومي بانجان او ډېر کم مرچ او تور بانجان شامل دي، چې يو ځلې په پسرلي او بل ځلې هم په مني موسم کې کرل کېږي.

د پژواک خبري اژانس ته يوه راپور پر بنسټ، تېر کال په دغه ولايت کې پر ٢٥٠٠ جريبه ځمکه د شنو خونو کښت شوى و، چې هر يوه جريب يې شا وخوا ٣٣ ټنه حاصلات درلودل او د ياد کښت مجموعي عوايد له پنځلس ميليون امريکايي ډالرو ډېر اټکل شوي وو.

خو د فراه د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير عبدالمنان متين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې فراه کې د شنو خونو د کښت د پسرلني موسم عوايد شا وخوا ٢٢ مليون امريکايي ډالره اټکل شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د فراه د کرنې رياست دا عوايد د شنو خونو د محولاتو پلورونکو سره په همکارۍ اټکل کړي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې سږ کال د پسرلي په موسم کې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو او مرکز کې پر ٥٠٠ جريبه ځمکه د شنو خونو کښتونه کرل شوي دي، چې ترڅنګ يې د بادرنګو بيې چې د دغه ولايت د دا ډول کښتونو عمده محصول دى، لوړې شوې دي.

د هغه په وينا، تېر کال په دغه ولايت کې د بادرنګو حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته چې د وري مياشتې په ١٨ مه پيل شول، يو کيلو بادرنګ له اووه تر ١٢ افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال بيا يو کيلو بادرنګ له اته افغانۍ تر ٢٧ افغانيو پورې پلورل شوي دي.

انجنير متين زياته کړه، چې سږ کال فراه کې د بادرنګو بيه د وارداتي بادرنګو د ګمرکي تعرفې د لوړېدو له امله؛ لوړې شوې او د حکومت دغه ګام د دې لامل شوى، چې د شنو خونو بزګران د پخوا په پرتله څو برابره زيات عوايد ترلاسه کړي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د فراه حاصلات د هېوادونو ولايتونو ته له صادارتو سربېره؛ هره ورځ تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ايران او پاکستان هېوادونو ته هم صادريږي.

هغه وويل چې د حاصلاتو د راټولولو لړۍ به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې دوام ولري او کېداى شي چې د عوايدو د سلنې کچه لاپسې لوړه شي.

متين زياته کړه چې په دغه برخه کې د بزګرانو د رول او هلو ځلو سربېره د دغه ولايت د کرنې رياست د شنو خونو د پراختيا او پرمختګ په برخه ګې اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.

هغه زياته کړه، چې سږ کال د فراه د کرنې رياست په دغه ولايت کې له بزګرانو سره د ٥٠٠ شنو خونو ټول امکانات د نړيوالې پراختيايي مرستې رسولو موسسې (ايي ار ډي) کوپراتيفي برخې په همکارۍ وېشلي دي.

دغه راز هغه وويل چې د فراه د کرنې رياست د دغه ولايت له ډېرى شنو خونو لرونکو بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو مرسته کړې او دغه راز يې بزګرانو ته روزنيز کورسونه هم چمتو کړي دي.

متين وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د شنو خونو لرونکو سره د فراه په مرکز او ولسواليو کې د لس ټراکټورونو مرسته هم وشي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د دغو ټراکټورونو له جملې به يې يوه بزګر ته ووېشل شي، چې له هره يوه ټراکټور به يې لس نور بزګران هم ګټه پورته کړي.

بزګران هم د شنو خونو له حاصلاتو خوښ دي، خو له دولت غواړي، څو له دوى سره د سړو خونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي، چې په راتلونکي کې پکې خپل ټول حاصلات وساتل شي.

د فراه د مرکز د داراباد کلي د شنې خونې مالک ارش هم له خپلو حاصلاتو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، تر اوسه يې له خپلې کوچنۍ شنې خونې شاوخوا شپېته زره افغانۍ عايد ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې تېر کال يې يوازې خپل لګښتونه پوره کړي وو.

دغه راز د ياد ولايت د پشترود ولسوالۍ د دوکن کلي اوسېدونکي او يوه بل بزګر نقيب الله وويل، چې سږ کال يې په شنو خونو کې د کښت لړۍ پيل کړې او له حاصلاتو يې ډېر خوښ دى او له حاصلاتو يې تر اوسه څلور سوه زره افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي. 

هغه زياته کړه چې سږ کال په ټوليز ډول د حاصلاتو د زياتوالي سربېره د بادرنګو بيې هم لوړې شوې، چې له امله يې بزګرانو ښه عايد ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، تېر کال يو کيلوګرام بادرنګ له پنځه تر لسو افغانيو پورې پلورل کېدل، خو سږ کال بيا يو کيلو بادرنګ په ٢٠ افغانۍ پلوري.

دغو دواړو بزګرانو له دولت څخه  په فراه کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې کولو غوښتنه وکړه او دوى وايي، چې هر کال د سړو خونو د نه موجوديت له امله د دوى ډېر محصولات بېځايه کېږي.

د فراه د کرنې مشر هم په فراه ولايت کې د سړو خونو نه شتون چې اوسمهال ياد ولايت د شنو خونو په يوه ستر ولايت بدل شوى؛ د بزګرانو پر وړاندې يو ستر ګواښ وبالهو خو نوموړى وايي چې د بزګرانو ياده ستونزه يې د کرنې له وزارت سره شريکه کړې او چارواکو يې ژمنه کړې چې راتلونکى کال به په ياد ولايت کې د سړو خونو د جوړولو لپاره ګام پورته کړي.

د فراه د ولايتي شورا مشره جميله اميني هم وايي، چې په دې اړه يې د کرنې له وزير سره خبرې کړې او وزير هم ژمنه کړې، چې په دې اړه به ګام پورته کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement