بروکسل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶): د ناټو سازمان سرمنشي په رسمي توګه افغانستان ته د زرګونو نورو سرتیرو د لیږلو داعلان ترڅنګ وویل، چې تر اوسه ۱۵ غړو هیوادونو د سرتېرو د لېږلو ژمنې کړې دي.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د چنګاښ په ۸ مه، په بلجیم کې د دغه سازمان او د غوڅ ملاتړ ملاتړ د متحدینو د دفاع وزیرانو د غونډې له پیلېدو مخکې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه، په دې یوه ورځنۍ غونډه کې به د ناټو پر دفاعي بودیجې، ترهګرۍ پر ضد مبارزې ، د ناټو او اروپایي پر همکاریو او دافغانستان په اړه خبرې کیږي.
سټولټنبرګ وویل، چې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو قوماندان او ځانګړی ملکي استازی، د اروپایي اتحادیې استازی او دافغانستان د ملي دفاع وزیر ګډون کوي.
د ناټو سرمنشي اعلان وکړ، چې دوی به نن افغانستان ته د زرګونو نورو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړي، خو ویې ویل چې کره شمېره به یې د غونډې په پای کې په ډاګه شي.
د هغه په وینا، تر اوسه ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ژمنې کړې دي او کېداى شي نن یو شمېر نور هېوادونه هم ژمنې وکړي.
د پژواک اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وویل چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو سره به د افغان ځواکونو د روزنې پروسه ښه او ګړندۍ شي.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې دوی دغه ځل د افغان ځانګړو ځواکونو او هوایي ځواک روزنې او همکارۍ ته زیاته پاملرنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن